لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تورخم نن هم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې ډزې روانې دي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله نن په پينځمه مارچ يو ځل بيا نښته پيل شوې، د دواړو خواو نه سپکې او درنې وسلې کاريږي، پاکستاني لوري ته د تورخم باچا مينې ځايي خلک وايي د ډزو له امله خوندي ځايونو ته د منتقل کېدو په هڅه کې دي.

يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، نن سهار د لسو بجو راهسې د پورې غاړې نه ډزې پيل شوي او بيا دغه لړۍ تراوسه روانه ده، هغه وویل د پورې غاړې درنې وسلې کاريږي او پاکستان لوري ته جوړ شوی نوی ټرمېنل یې په نخښه کړی دی.

چارواکي د مرګ ژوبلو څه ونه ويل.

د پاکستان سرحدي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د مارچ په دويمه او درېيمه په تورخم کې سخته نښته شوې، پاکستان لوري ته پکې د ايف سي ځواک شپږ عسکر ژوبل شوي، باچا مېنه کې په مرميو کورونه لګېدلي، تورخم کې جماعت لګېدلی او د مالونو ډک ګاډي هم په ډزو لګېدلي وو.

افغانستان لوري ته د يو طالب وژل کېدو او څو نورو ژوبلېد خبر هم ورکړل شوی، خو د دواړو خواو څخه تراوسه پورې د مرګ ژوبلو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويل شوي.

په پوله د روانې نښتې د لاسه د تورخم باچا مينې ځايي خلک، ډرايوران او مسافر وايي، د سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د باچامينې اوسېدونکی جهاد علي وايي، نن لسمه دولسمه ورځ ده چې دروازه بنده او دويمه دريم ورځ ده چې جنګ روان دی، مونږ ډېر مشکلاتو سره مخ يو کله ماشومان او ښځې يو پلو او کله بل پلو ته يوسو.

هغه وويل، "مونږ حکومتونو نه خواست دی چې سره کښېني او ډزبندي وکړي ځکه چې مونږ ته ډېر مشکل دی او دويمه درېيمه ورځ ده چې روژه په نهره نيسو".

ډرايوران وايي تېرو دولسو ورځو راهسې ايسار پاتې دي او د تورخم په لاره اوښتو ته په تمه دي.

لارۍ چلونکی سايل خان وايي، "پرون نه هغه بله ورځ د لارې خلاصېدو امکان وو خو دا دوه ورځې ډزو سره د دوی تمې غوڅې شوې او روژې د خاطره دې په خلکو خداۍ پاک رحم وکړي چې دا لاره خلاصه کړي".

تورخم دروازه د فرورى 21 نېټې راهسې شپې 11 بجو نه وروسته له هغې وتړلى شوه چې ويل شوي، افغان طالبانو په ممنوعه ځاى کې ودانۍ يا تاسيسات کول.

په تورخم د نښتو پيلېدو وروسته يو ځل بيا پولې ته نزدې علاقې باچا مينې نه ځايي خلک خوندي ځايونو ته منتقل شوي او د مالونو ځينې ډک ګاډي هم تورخم نه بیرته راوتلي دي.

یو سوداګر نور اغا وايي، "په دې ګاډي کې د دېرش پينځه دېرش لکه روپو مال پروت دې، زه په خپله راغلی يم چې ويې ګورم چې خراب نه شي ځکه دا خرابېدو واله دی جوار په کې دي".

په تورخم کې د پاکستان امنيتي ځواکونو او طالب چارواکو ترمنځ د لارې د خلاصېد په حقله دوه وارې، د فرورۍ په 24مه او مارچ په دويمه ناستې شوې او ويل شوي وو، دوی به د خپلو مشرانو سره د خبرو تفصيل شريک کړي او بيا به ځواب اووايي، خو تراوسه په دغه لړ کې کوم پرمخ تګ مخې ته نه دی راغلی.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG