لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې: د پوځي افسر او وسله وال کمانډر په ګډون څلور پاکستاني پوځیان او ۱۳ وسله وال وژل شوي


د خیبر پښتونخوا په دوو ضلعو شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ خونړۍ نښتې شوې دي، چې پکې د یو افسر په ګډون څلور پوځیان وژل شوي او د وسله والو د ډیره اسماعیل خان سیمې کمانډر په ګډون ۱۳ وسلوال طالبان هم له منځه وړل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي ، نښته د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میرانشاه په تپي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس یو شکمن ځای محاصره کړو. وسلوالو سمدستي پر امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړې، چې له امله یې دواړو لوریو ته درنه جګړه وشوه.

یو امنیتي سرچینې، چې نه‌غوښتل نوم‌ یې یاد شي، وویل دوی ته مالومات راغلي وو چې د حافظ ګل بهادر ډلې وسلوال په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو پلان لري. کله چې امینتي ځواکونو تر دوی ګیره چاپېره کړه، سمدستي ډزې وشوې.

د پاکستان پوځ ویلي په دې نښته کې ۶ وسلوال ووژل شوي، خو د پوځ یو افسر په ګډون څلور عسکرو هم ژوند له لاسه ورکړی دی

د پوځ په بیان کې د وژل شوي عسکرو پېژندګلو، لیفټیننټ محمد حسن فهیم (۲۱ کلن - لاهور)، نایب صوبېدار محمد بلال (۳۹ کلن - ډېره اسماعیل خان)، سپاهي فرحت الله (۲۷ کلن - لکي مروت) او سپاهي همت خان (۲۹ کلن - مومند)سره ښودل شوې .

د وژل شوو پوځیانو جنازې د میرانشاه په پوځي مرکز کې ترسره شوې او بیا د هغوی مړي خپلو پلرنیزو کلیو ته ولېږدول شول.

د تپي کلي ځینو اوسېدونکي وايي چې جګړې دوی سخت وېرولي دي او د سهار راهیسې د درنو وسلو ډزې روانې وې. کورنو کې ماشومان او زنانه او د ګولیو او درنو چاودنو د غږونه له وجې سخت په یره کې وو. د ځایي خلکو په وینا، د جګړې پر مهال د کلي جومات او څو کورونه هم ویجاړ شوي دي.

وسله والو ادعا: تحریک طالبان پاکستان د یوې خبرپاڼې له لارې ویلي چې په تپي کې د جګړې پر مهال یي۱۰ پوځیان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د دوی په وینا، د جګړې پر مهال دوی د پوځ یوه زغرواله موټر هم ونیوله، خو بیا یې د سیمه‌ ییز جرګې د سپین ‌ږیرو په غوښتنه بیرته پرېښوده.

له جګړې وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې ګڼ‌شمېر وسلوال طالبان له درنو وسلو سره ښکاري. یوه ویډیو کې د پوځ زیانمن شوې ګاډی هم لیدل کېږي.

وروستي راپورونه وايي د شمالي وزیرستان د ټولو قامونو استازې کونکې اتمانخیل قامي جرګې په منځګړیتوب ګاډی پوځ ته سپارل شوی چې پخلۍ یې د جرګې ویاند مفتي بیت الله وکړو.

د پوځ چارواکي وایي چې له دغو نښتو وروسته یې په سیمه کې پلټنې پراخې کړي او د مشکوکو کسانو نیولو لپاره یې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

پوځ ویلي چې د ډېره اسماعیل خان ضلعې د کلاچي تحصیل په هتاله سیمه کې یي ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.

د پوځ ویانده اداره ايي ایس پي ار په جاري کړي بیان کې ویلي ، دا عملیات د استخباراتي مالوماتو پر اساس وشول، چې پکې د تحریک طالبان پاکستان د ډېره اسماعیل خان لپاره نومول شوی “والی” فرمان عرف ثاقب ګنډاپور له خپلو نورو ملګرو سره ووژل شو.

د پوځ په وینا، وژل شوي طالب د امنیتي ځواکونو، عامو خلکو، او د پوځي کاروانونو پر ضد د بریدونو، بمي چاودنو او تښتونو په پېښو کې لاس درلود.

تحریک طالبان پاکستان یې هم په یو لنډ بیان کې پخلی کړی.

د پوځ په بیان کې ویل شوي په وژل شوي کسانو کې د وسله والو، فرمان، ثاقب، بلال او امان الله هم شامل دي چې حکومت ته انتهايي مطلوب وو.

ځايي سرچینې وايي د وسله والو پټڼ ځآی د شپې پرمها ل هواه څخه د ډرون د لارې ویشتل شوې چې وسله والو ته یي سخت ځیان اړولې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG