لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افراسياب خټک وائي کالاباغ ډيم په اړه څرگندونې دعدليې نۀ دتخت لاهور پيغام دى


غه وويل دکالاباغ ډيم جوړيدل دتخت لاهور پيغام دى نۀ چې دعدليې
غه وويل دکالاباغ ډيم جوړيدل دتخت لاهور پيغام دى نۀ چې دعدليې
دعوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر سينيټر افراسياب خټک دجمعې په ورځ دلاهور هائيکورټ ته مشوره ورکړې ده چې دلانجمنو فيصلو څخه ډډه وکړي.
دجمعې په ورځ دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال سينيټر افراسياب خټک وويل دلاهورهائيکورټ چې دکالاباغ ډيم دجوړيدو په اړه کومې څرگندونې کړي دهغې سره به په وړو صوبو کې تاؤتريخوالى راولاړ شي.
دزيارت په ورځ دلاهور هائيکورټ چيف جسټس عمر عطاء بنديال وئيلي وؤ چې دکالاباغ ډيم په جوړيدو دخيبرپښتونخوا او سندهـ له لوري کوم نيوکې کيږي هغه دسياسي نوعيت دي او زياته کړې يې وه چې دخبرو اترو په کولو سره دکالاباغ ډيم په اړه کيدونکي اعتراضونه ختميدلى شي.
دمطبوعاتي کانفرنس په مهال دعوامي نيشنل پارټۍ مشر افراسياب خټک دا هم وويل چې په لانجمنو معاملو کې دځان دککړولو سره به عدليه هم لانجمنه شي او زياته يې کړه چې ددغه ډيم جوړول ديوې صوبې لخوا ددريائى سندهـ قبضه کولو هڅه ده.
هغه وويل دکالاباغ ډيم جوړيدل دتخت لاهور پيغام دى نۀ چې دعدليې.
افراسياب خټک دا هم وويل چې دغسې فيصلې به دپاکستان خپلواکۍ ته زيان ورسوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG