لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لانجمن کالا باغ ډیم مړی په عدالت کې


ميا افتخار حسين دکالاباغ ډيم جوړولو په حواله دلاهورهائيکورټ فيصله رد کړه او وې وئيل چې اولس دعدليې دبحالۍ لپاره قربانۍ ورکړي او عدليه دې داسې پريکړې نۀ کوي چې له امله يې ددغه ادارې وقار مجروحه شي
ميا افتخار حسين دکالاباغ ډيم جوړولو په حواله دلاهورهائيکورټ فيصله رد کړه او وې وئيل چې اولس دعدليې دبحالۍ لپاره قربانۍ ورکړي او عدليه دې داسې پريکړې نۀ کوي چې له امله يې ددغه ادارې وقار مجروحه شي
په لانجمن کالا باغ ډېم د لاهور هایی کورټ د مشر قاضي د فیصلي نه د پاکستان په دریو صوبو خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سندهه کې د قاره ډک غبرګون پارولی دی.
دنومبر په 29مه نيټه دلاهورهائيکورټ وفاقي حکومت ته امر کړى ؤ چې دمشترکه گډو دکونسل( سي سي ائي) فيصلې دې پځايې کړي او کالاباغ ډيم دې جوړ کړي.
بل لوري ته دلاهورهائيکورټ چيف جسټس عمر طاء بنديال دغيراعلانيه لوډشيډنگ په حواله ديو درخواست داوريدنې په مهال وئيلي دي چې دکالاباغ ډيم دنوم سره بد يادونه تړلي دي او ددغه نوم په بدلولو کې څه مسئله نشته.
دوفاقي حکومت وکيل خواجه طارق رحيم عدالت ته وويل حکومت کالا باغ ډيم جوړول غواړي او په دې حواله درايې اتفاق پيدا کولى شي، چې په دې چيف جسټس وويل دنوم په بدلولو کې څه ستونزه نشته، دکالاباغ ډيم دنوم سره بد يادونه تړلي دي ، دلږو ديرو انتظامي بدلونونو سره ډيم جوړيدلى شي
د لاهور هایی کورټ مشر قاضي پا لانجمن کالا باغ ډېم باندې د خواست اوریدو په وخت ویلي وو دغه ډېم د ملي ګټو لپاره ډېر مهم دی او عدالت به یې خامخا په حق کې فیصله کوي.
د پاکستان دریو صوبو او پخواني پوځې ډکټیټر جنرال مشرف کالا باغ ډېم پخوا رد کړی وو.
څه وخت وړاندې د ډیوه ریډیو سره په خبرو کې قانون پوهه بیرسټر باچا، د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ عڅمان کاکړ، د سندهه نه څیړنکار ارباب چانډیو، د بلوچستان نیشنل پارټۍ په نمایندګۍ ساجد ترین او د عوامی نیشنل پارټۍ زاهد خان ډیر په کلکه د لاهور هاېي کورټ د مشر قاضی خبري غندلې دي.
د ډیوه ریډیو په بحث کې برخه اخستونکو دا هم وییلي چې نه خو به دغه فیصله وومنی او نه به د آیین د لاندی صوبو ته ورکړي شوي اختیارات د لاسه ورکړي. دوي وویل چې دغه رنګ فیصلې به د ملک سالمیت ته خطر پیښ کړي او لویی سیاسي اړی ګړی به رامنځ ته کړي.
په دی اړه د ډیوه ریډیو بحث دلته اوریدۍ شۍ
http://www.voadeewaradio.com/flashaudio.html

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG