لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : دټانکر او بس دټکر کيدو له امله 51 کسان وژل شوي


دجگړه ځپلي هيواد افغانستان زياتره سړکونه مات گوډ او خطرناک او په دغه هيواد کې گڼ شمير گاډي زاړۀ دي چې په نتيجه کې يې اکثره مهال دغه شان پيښې رامينځته کيږي
دجگړه ځپلي هيواد افغانستان زياتره سړکونه مات گوډ او خطرناک او په دغه هيواد کې گڼ شمير گاډي زاړۀ دي چې په نتيجه کې يې اکثره مهال دغه شان پيښې رامينځته کيږي
چارواکي وائي دجمعې په ورځ افغانستان کې دمسافرو يو بس دتيلو دټانکر سره ټکر شوى چې له امله دښځو او ماشومانو پشمول لږ ترلږه 51 کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دغه پيښه دکابل څخه قندهار ته په غځيدلې لويه لاره دغزني ولايت په اب بند اولسوالۍ کې رامينځته شوې ده، په سملاسي توگه دا نۀ ده په ډاگه شوې چې دتيلو دغه ټانکر په چا پسې اړه لرله.
په کومه لاره چې دغه پيښه رامينځته شوې هغه دافغانستان دخطرناکو لارو څخه يوه گڼلى شي.
دوالي مرستيال محمد علي احمدي وائي د اب بند اولسوالۍ په سپين بند سيمه کې دټانکر سره دبس دټکر کيدو سمدستي وروستو بل شوي اور دواړه گاډي پخپله غيږه کې واخستل.
هغه وويل په وژل شوؤ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دجگړه ځپلي هيواد افغانستان زياتره سړکونه مات گوډ او خطرناک او په دغه هيواد کې گڼ شمير گاډي زاړۀ دي چې په نتيجه کې يې اکثره مهال دغه شان پيښې رامينځته کيږي.
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي دوژل شوؤ کسانو شميره 50 ښودلې او زياته کړې يې ده چې پيښه کې پينځه کسان ژوبل شوي هم دي.
دولايتي پوليسو مشر جنرال زړۀ ور زاهد يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ددغه پيښې په اړه وويل په وژل شوؤ کې دځينو کسانو مړي دومره ځپل شوي چې پيژندل کيږي هم نه.
هغه وويل سيمې ته پوليس او نور عسکر رسيدلي او دوژل شوؤ کسانو مړي راوباسي.
زړۀ وويل په بس کې دناستو 56ؤ مسافرو څخه 51 وژل شوي دي.
زاهد وويل ددغه ټکر علت تر دې مهاله نۀ دى په ډاگه شوى خو هغه دکوم بريد امکان هم رد کړو.
په عين حال کې دافغانستان دپکتيکا ولايت وياند دجمعې په ورځ وئيلي وؤ دزيارت په ورځ يو گاډى دسړک دغاړې بم سره ټکر شوى چې له امله يې شپږ اولسي وگړي وژل شوي دي.
وياند مخلص افغان وويل دغه اولسي وگړي په غرونو کې دسوځولو لپاره دلرگو راټولو وروستو کور ته روان وؤ چې دهغوي گاډى په خوش امند اولسوالۍ کې دسړک دغاړې يو بم سره ټکر شو.
همدغه راز په افغانستان کې ميشت ائتلافي ځواکونه وائي دزيارت په ورځ په ختيز افغانستان کې دتندلارو په يو بريد کې دهغوي يو عسکر وژل شوى دى، ائتلافي ځواکونو په دغه اړه نور تفصيلات نۀ دي جاري کړي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG