لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيومن رائټس واچ افغانستان کې د ميډيا په اړه قانوني مسودې باندې اندیښنې ښودلي


هيومن رائټس واچ وائي دغه مسوده دافغانستان دصدر حامد کرزي له لوري دميډيا لخوا درايې څرگندولو په اړه سنجيده پوښتنې راولاړوي.
هيومن رائټس واچ وائي دغه مسوده دافغانستان دصدر حامد کرزي له لوري دميډيا لخوا درايې څرگندولو په اړه سنجيده پوښتنې راولاړوي.

د بشري حقونو نړيوال تنظيم هيومن رائټس واچ په افغانستان غږ کړى دى چې د ميډيا لپاره دقواعدو او ضوابطو هاغه مسوده دې لرې کړي چې ورسره به په ميډيا دافغان حکومت کنټرول نور هم سيوا شي او داظهار ازادي زيانمنه کولى شي.
هيومن رائټس واچ وائي دغه مسوده دافغانستان دصدر حامد کرزي له لوري دميډيا لخوا درايې څرگندولو په اړه سنجيده پوښتنې راولاړوي.
په نيويارک کې قائمې دغه ډلې د نهې په ورځ خپل يو بيان کې وئيلي دي چې افغان حکومت دخبريالانو دکار کمزوري کولو لپاره گامونه اخستي او اطلاعاتو پورې رسد لپاره دغه دقواعدو او ضوابطو مسوده ميډيا لپاره تازه گواښ دى.
هيومن رائټس واچ او دميډيا تنظيمونو په دغه قانوني مسوده کې په گڼ شمير دفعو دانديښنو څرگندونه کړې ده چې پکې دميډيا دکيسونو هواري لپاره ديو ځانگړي وکيل او دميډيا څارنې لپاره ديوې ځانگړې ادارې جوړول شامل دي.
دبشري حقونو نړيوال سازمان وائي ددغو گامونو په نتيجه کې به په افغانستان کې بهرني پروگرامونه هم محدوديږي.
تنظيم زياتوي چې په تيرو لسيزو کې افغانستان دننه دترلاسه شوؤ برياليتوبونو دجملې څخه دميډيا ازادي په يواځينۍ بڼه پاتې شوې ده او په (افغان) حکومت يې ټينگار کړى چې (دميډيا دازادۍ په نتيجه کې) رامينځته شوې لاسته راوړنې خوندي وساتي.
تيره اوونۍ دميډيا دتنظيمونو خواؤشا 100 خبريالان په دغه مسوده دبحث کولو لپاره حکومت ته دگډو تبصرو وړاندې کولو په غرض يو کانفرنس لپاره راټول شوي وؤ.
دافغانستان داطلاعاتو او کلتور دوزارت يو چارواکي په افغانستان کې ملگرو ملتونو ته وئيلي ددغه قانون په اړه انديښنې بې اساسه دي او دا چې ددغه گام په نتيجه کې به د ميډيا ازادي نوره هم سيوا شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG