لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس: ایران د امریکایي مرستو نه انکار کړی


د ايران روحاني مشر (سپريم کمانډر) ايت الله خامنه ای د کرونا وايرس پرضد مبارزه کې د امریکايي مرستو اخستو نه انکار کړی او ويلي يې دي د وايرس د امریکا سازش کېدی شي.

د ايران روحاني مشر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې تهران د تېلو د خرڅ په لړ کې د امریکا لخوا د بندېزونو سره مخ دی.

خامنه ای ويلي، "زه نه يم پوهه چې دا تور څومره حقيقت لري خو چې دا خبره کيږي نو څوک به په تاسو باور کوي چې تاسو درمل رالېږئ، امکان لري چې د دې لارې تاسو دا وایرس نور خواره کړئ".

نوموړي پرته د کوم ثبوت وړاندې کولو ويلي دي چې دا وایرس د ايران دپاره جوړ کړی شوي دي او د دې دپاره د ایرانيانو جينياتي نمونې اخيستل شوي دي.

خامنه ای امریکا ته په مخاطب کولو سره ويلي چې امریکا خپل ډاکټران د دې دپاره دلته رالېږل غواړي چې د دې زهرو جاج په خپله واخلي.

د ايران د مشر دغه تورونه په نړۍ کې هیڅ سائنسي ثبوت نه لري.

له دې وړاندې د چين د حکومت يو وياند لي جان ژاو هم دغه تور لګولی چې د امریکې پوځ وهان ته د کرونا وايرس منتقل کړي خو د هغه دغه تور هم کوم سائنسي ثبوت نه لري او په دغه تور بيا امريکې د چين سفير هم بللی ؤ.

د کرونا وايرس په لمړي ځل د چين په وهان ښار کې د دسمبر په مياشت کې ښکاره شوي خو په وروستيو ورځو کې د صدر ټرمپ انتظامیې د کرونا وایرس ته د چين يا د وهان وایرس په نوم ياد کړي دي.

د راپورونو ترمخه تېره اوونۍ يوې سائنسي مجلې نېچرمېډېسن په يو ليک کې ویلي دا امکان د نشت برابر دی چې داسې کوم وايرس په لیبارټرۍ کې جوړ کړی شوي وي چې د سارس وايرس په څېر وي.

خامنه ای د اتوار، يکشنبې په ورځ په ايران کې د نوروز په مهال په ټيلي ويژن وېنا کې دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په ايران کې د کرونا وايرس د ۲۱زرو نه زيات خلک وهلي او ۱۶سوه ۸۵ کسان يې وژلي دي.

هم په عېن حال کې د شمېرو ترمخه په امریکا کې په خپله کرونا وايرس د ۳۳ زرو نه زيات خلک وهلي او ۴۱۷ يې مړه کړي دي.

د امریکې د جان هوپکېنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس دا وخت د نړۍ ۱۶۷ هېوادونو ته خواره شوي، د درې لاکه ۳۹ نه زيات کسان په کرونا وايرس اخته شوي او ۱۴ زره ۷۱۷ کسان يې مړه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG