فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.
د پنجاب صوبې د ګوجرات ضلعې د پوليسو مشر [ډي پي او] ګجرات سيدغضنفرشاه ويلي، "تراوسه اړونده پولیسو ته د پېښې د رپورټ [اېف ايي ار] درج کېدو دپاره خواست نه دی شوی". قانون پوهان وايي اېف ايي ار سمدست پکار وي او که څومره وروسته کيږي اهميت د لاسه ورکوي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند نن د جمعې په ورځ په ټول ملک کې د احتجاج اعلان کړی، او ويلي يې دي د عمران خان د غوښتنې منلې پورې به په ټول ملک کې احتجاج روان وي.
په پاکستان کې د شمارياتو سرکاري ادارې وايي، په ملک کې مياشتنۍ ګراني د اکتوبر په میاشت 26.6 فيصده ته رسېدلې ده، د ادارې ترمخه په ستمبر کې د ګرانۍ شرح 23.2فيصده وه. او د کال 2021 د اکتوبر کې ګراني 9.2 فيصده وه.
امريکې يو ځل بيا د پاکستان د مخکني وزيراعظم او پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هغه تورونه رد کړی چې ګنې امریکې د هغه د حکومت پرضد سازش کړی او غورځولی یې وو.
د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د مخکښ علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه کې کوم پرمختګ نه دی شوی او ځنډول شوې ده.
څيړونکي وايي عمران خان چې کوم لانګ مارچ پېل کړی او نن يې "د ووټ د لارې په نرمه يا د وينې د لارې د تباه کن انقلاب خبره کړې"، دا يې حکومت او اسټبلشمنټ ته نېغ ګواښ کړی دی او دا د پاکستان دپاره خطرناک معلوميږي.
د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې د يوې قامي امن جرګې جوړولو پرېکړه شوې او ويل شوي، "چې د ملاکنډ خلک به نورې امن لښکرې نه جوړوي ځکه د جرګې په خبره، یوه دا چې د امن زمه واري د رياست ده، او تيره تجربه ناکامه شوې د امن په نوم جوړو لښکرو زیاتره مشران وژل شوي دي".
يوه خبرياله صدف نعيم د پاکستان تحريک انصاف د لانګ مارچ د هغه کنټېنر لاندې راغلې په کوم کې چې عمران خان سور وي، خبرياله مړه شوې ده. دغه پېښه پرون ناوخته شوې ده. د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي د پېښې پلټنې دې وشي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف وايي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان پسې يو تن ورلېږلی چې د نوي پوځي مشر په ټاکنه او انتخاباتو په نېټه ورسره خبرو ته تیار دی خو نوموړی وايي هغه ته ورته ځواب ويلی چې "د پوځي مشر ټاکنه د هغه اييني واک دی او د عمران سره پرې مشوره نه کوي".
د T20 نړيوال جام په روانو سياليو کې پاکستان نن خپله لومړۍ سیالي وګټله او د نيدرلېنډ لوبډلې ته يې په شپږو وکټو ماتې ورکړه، له دې وړاندې پاکستانۍ لوبډلې ته د هند او زمبابوی لوبډلو ماتې ورکړې وه.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د خپل ګوند د لانګ مارچ ګډون والو ته په وينا کې يو ځل بيا د پوځ د مشر نه غوښتي چې د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي دوه افسران دې د څوکو څخه لرې کړي.
عمران خان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ته په مخاطب کولو سره هم ويلي، په سېنېټر اعظم سواتي چې کومو پوځي افسرانو په مبینه توګه تشدد کړی د څوکۍ څخه يې لرې کړه. اعظم سواتي پرون په يوه خبري غونډه کې د مېجر جنرل فېصل او سېکټر کمانډر فهيم نومونه اخستي چې کله هغه نيول شوی وو دوی پرې تشدد کړی وو
دوه ورځې وړاندې په 27 اکتوبر په خبري غونډه کې د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار ويلي وو، "د ارشد شريف د پېښې په تړاو د ARY د مشر سلمان اقبال نوم بيا بيا اخستل کيږي ځکه هغه دې پاکستان ته راوستل شي او په پلټنو کې دې شامل کړی شي
د پاکستان تر ټولو غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې پوليسو د قران پاک د سوځولو په تور يوه ښځه نيولې او د مذهب د سپکاوي لاندې يې پرې مقدمه درج کړې ده.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشراو مخکني وزیراعظم عمران خان د لاهور نه اسلام اباد پله د لاريون پېل کولو په مهال د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر ته په مخاطب کولو سره وويل، "د هغه د خبري کانفرنس په ځواب کې ډېر څه ویلی شي خو نه غواړي چې ملک او ادارې يې کمزورې وي ځکه د ملک دپاره غلی دی".
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران د پوځي وياند او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر د خبري غونډې په ځواب کې ویلي، "پوځ د حکومت اداره ده د حکومتي ادارو مشران راځي پرېس کانفرنس کوي او وايي چې مونږ سياست نه کوو".
د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار او د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي مشر] لفټننټ جنرل نديم انجم په شريکه خبري غونډې ته په وېنا کې د صحافي اشرف د وژنې د پېښې په اړه تفصیلي خبري غونډه وکړه او د پوځ وياند وويل، د ارشد شريف د وژنې د پېښې وروسته په ټولنيزو رسنيو په پوځ بې ځايه نيوکې شوي دي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل يو مشر فېصل واوډا رکنيت وروسته له هغې معطل کړی او په دوه ورځو کې يې ترې ځواب غوښتی چې هغه د ارشد شریف د وژنې د پېښې او د تحریک انصاف ګوند د لانګ مارچ په اړه خبري غونډه کړې ده.
نور کتل