فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.
د بلوچستان حکومت وخت په وخت دعوې کوي چې په صوبه کې د بشري حقونو سرغړونې نه کيږي هر چاته د قانون او ايين لاندې د بیان او سياست ازادي ترلاسه ده، او د هر هغه چا پرضد عمليات کيږي چې د رياست مخالفه هلوځلو او ترهګرۍ کې لاس لري
د امریکې څخه د روانېدو نه دوه ورځې وړاندې د صارم برني يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې هغه په کې ويلي، ګڼو کسانو په هغه د تورونو لګولو هڅه کړې خو هغه به یې د ثبوتونو سره ځواب کوي
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي
پاکستان ويلي، افغانستان کې واکمنو طالبانو سره یې "په چينايانو د برید په اړه د پلټنو نتيجې شريکې کړي، او طالبانو نه یې په پېښه کې د ککړو کسانو نيولو کې مرسته غوښتې ده".
د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې یو فلاينګ کوچ د غره نه لاندې ژورې کندې ته لوېدلی لږ تر لږہ اووه کسان پکې مړه شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.
د چاپېريال پوهان وايي چې داسې پیښې په ماحول هم ډېرې بدې او ژورې اغیزې کوي او هغه ځکه چې نړۍ او په ځانګړې توګه پاکستان له وړاندې نه د نړیوالې تودوخې له اغېزو سره مخ دی
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دعوې رد کړې او ویلي یې وو، افغانستان هیچاته د ترهګرۍ د مقصدونو لپاره د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي
نور کتل