فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.
د پاکستان د سېفران وزير امیر مقام پرون په 12مه جولايۍ اسلام اباد کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د سرپرست سفير سردار احمد شکيب سره ليدلي دي
پاکستان کې د موجوده حکومت وزیران تور لګوي چې د عمران خان په وخت کې د زرګونو په شمېره کې د ټي ټي پي وسله وال بيرته راوستل شوي، اباد کړل شوي او د هغې له امله په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده
ګيله من وزیر د اوومې جولايۍ په ماښام اسلام اباد کې يو بريد کې په سر وهل شوی، د اسلام اباد په پمز روغتون کې یې درملنه کېده، د لسمې جولايۍ په شپه یې په روغتون کې ساه ورکړې
د الېکشن کمېشن ترمخه، د پي کی -22 باجوړ-17 په خالي څوکۍ ضمني انتخابات نن سهار په اته بجې پيل شوي او مازيګر پينځو بجو پورې به بې د کومې دمې د رایو ورکولو عمل روان وي
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی، چې پاکستان د تېر کال اکتوبر په میاشت کې په غېر قانونه توګه مېشت غېر ملکيانو د ويستلو اعلان کړی وو. د پاکستان د سېفران وزارت وايي د تېر کال راهسې خواوشا پينځه لکه افغان کډوال بيرته ستانه کړل شوي دي
سرچینو ورته ویلي، په جلاله کې دغه چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د دغه ځای څخه يو پوليس چارواکی تېرېدو، خو پوليسو په رسمي توګه نه دي ویلي، چې د چاودنې هدف پوليس افسر وو
مريم نواز دغه خبرې پرون په څلورمه جولايۍ لاهور کې د اتحاد بېن المسلين په نوم يوه غونډه کې کړي دي.
هدايت الله خان دوه ځله د سېنېټ غړی پاتې شوی، په لومړي ځل د کال 2012 نه د کال 2018 پورې او بيا د کال 2018 نه د کال 2024 پورې په ازاد حيثيت د سېنېټ غړی و. هغه د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي بسم الله خان زوی، او د خېبرپښتونخوا د پخواني ګورنر شوکت الله ورور وو.
اقتصاد پوهان وايي، په اوسني قامي بجټ کې د ونډو په بازار کې په کاربارونو د نورو ټېکسونو په ځای کم ټېکسونه لګول شوي، يو دغه علت هم دی چې پانګه والو د ونډو بازار ته زياتې پېسې راوړي او اعتماد يې پرې بحال شوی دی، ځکه د ونډو بازار په بره روان دی
د اصف دراني او ذبيح الله مجاهد دغه ليدنه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان او افغانستان کې واکمنو طالبانو لخوا د يو بل پرضد بيانونه ورکول کيږي
نور کتل