فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.
علي امين ګنډاپور ويلي، "زمونږ د علاقې امن د افغانستان سره تړلي دي او زه د افغانستان سره مذاکرات کوم". خو د نړيوالو چارو کار پوهان وايي د امنيت مسله د مرکزي حکومت سره ده، نه چې د صوبې سره، دا سياسي بیان دی.
د خېبرپښتونخوا د جنوبي لکي مروت ضلعې پوليسو پرون په نهم ستمبر احتجاج پيل کړی نن په دويمه ورځ هم دوام لري. د لکي مروت پوليس وايي، "پوځ دې د ضلعې نه وځي، پوليس ته دې پوره واک ورکړل شي، امن به دوی په ځای کړي".
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور پېښور ته رسېدلی دی، ځايي مطبوعات دغه خبر ورکوي. پاکستان تحریک انصاف يا د خېبرپښتنخوا حکومت د ګنډاپور پېښور ته رسېدو په اړه څه په رسمي توګه څه نه دي ويلي، خو په ټولنيزو د ګاډو د قافلي ويډيو خپرې شوي چې وزیراعلا پېښور ته رسېدلی دی.
د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت کې د ضلعې پوليسو احتجاج کړی، د پوځ د نوم اخستو بغېر یې ويلي، " ته د لکي مروت ضلعې نه وځه مونږ پوليس په درېو مياشتو کې امن راولو".
پاکستان کې سږ کال 2024م کې د پوليو 17مه پېښه پلازمينه اسلام اباد کې مخې ته راغله، د پوليو مخنيوي پروګرام وايي، د اسلام اباد يونين کونسل څلورم کې په يو ماشوم کې د پوليو وايرس تصديق شوی او دا 16 کاله وروسته په اسلام اباد کې د پوليو پېښه مخې ته راغله.
نور کتل