فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دپاکستان دقبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډولو دپاره پلازمینه اسلام اباد کې د قبائیلي اولس اؤ سیاسي ګوندونو لخوا د شوي احتجاج نه وروستو نن په پيښور کې دجمعیت عملماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم دخپل سیاسي قوت ښودنه کړې ده.
دپاکستان حکومت که هرڅو قبائیلي اولس ته طمعې ورکوي چې فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډوي خو څیړونکي وایي چې پاکستان هیڅکله په عملي توګه دغه کار ته تیار نه دی.
دپاکستان حکومت له دې وړاندې اعلان کړی ؤ چې قبائیلي سیمو نه به ایف سي ار قانون ختمولی، دغلته به اصلاحات په ځایې کولی اؤ فاټا به دخیبر پښتونخوا برخه جوړولی شي خو دفاټا نه دپارلیمان غړي اؤ بیلابیل سیاسي ګوندونه وایي چې حکومت اوس دخپلې دغه ژمنې نه په شا شوی دی
دپاکستان په زرګونو قبائیلي وګړو، دسیاسي ګوندونو فعالینو اؤ دپارلیمان غړو قبائیلي سیمو کې دحکومت لخوا داعلان کړل شوؤ اصلاحاتو د نه عملي کیدو په ضد پلازمینه اسلام اباد کې سخت احتجاج کړی
دپاکستان دکورنیو چارو وزیر ښاغلي احسن اقبال ویلي چې کوم خلک په سوشل میډیا مذهبي فتوې جاري کوي اؤ ګډوډی پیدا کوي په ضد به د انترنیټي جرائمو د قانون لاندې ګامونه اخستل کیږي.
دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ کولی شي له تروریزم سره د مبارزې، د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات د تامین لپاره د همکارۍچوکاټ بدل او سیمهییز او نړیوال امنیت ټینګ کړي.
په پاکستان کې دافغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال وایي افغانستان کې دامن ټینګښت دپاره پاکستان اؤ افغانستان په ګډه هڅې کوي اؤ باور دی چې جنګیالي به منځومانه لارې خپلولو ته اړ کړو.
دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر ایجنسۍ راجګال سیمه کې په پاکستاني پوځیانو دترهګرو برید کې دپوځ یو افسر وژل شوی .
دپاکستان دخیبرپښتونخوا په شمالي سیمه لکي مروت کې سږکال په لمړي ځل یوه دوه کلنه ماشومه کې دپولیو د وائرس درک لګول شوی دی
تراوږدې مودې دالقاعده اؤ طالب جنګیالو داثر لاندې پاتې شوې دپاکستان قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې په لمړي ځل دپاکستان اؤ انګلینډ دکرکټ دلوبغاړو ترمینځ دامن کپ ۲۰۱۷ په نوم دکرکټ ټي ۲۰ میچ شوی .
امنیتي سرچینې وایي دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائیلي سیمه کرمې ایجنسۍ کې دبې پیلوټه امریکایي جاسوسي الوتکې په برید کې درې طالب مشران وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دافغانستان دطالبانو تحریک اؤ داکوړی دحقانیه مدرسې مشر مولانا سیمع الحق اعلان کړی که چرې امریکا دپاکستان په ضد دڅه رقم تیري اقدام وکړي نو دافغانستان دطالبانو تحریک اؤ دحقانیه مدرسې په ګډون به دپاکستان دټولو مدرسو طالبان په ګډه دامریکا په ضد جګړه کې دپاکستان مرستې ته راودانګي.
په پيښور کې دافغانستان قونصل جنرال ډاکټرعبدالله وحید پویان ویلي ټوله نړۍ په دې خبر ده چې دپاکستان په خارجه پالیسو کې ددغه هیواد پوځ یو غښتلی رول لري نو ځکه اوس افغانستان دپاکستان دحکومت ترڅنګ دپاکستان پوځ سره هم دشخړو هواري دپاره تماسونه ټینګ کړي دي.
نن د بابړې په میدان کې د وژل شوؤ 600ؤ څخه د زیاتو هاغو پښتنو ورځ نمانځل کیږي چې په12 اګست کال 1948ء کې پرې د پاکستان د پوځ لخوا ګولۍ وریدلې وې ،
په پاکستان کې دقبائیلي سیمو سره تعلق لرونکو محصلینو نن یو وارې بیا د قبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو، دایف سي ار ختمولو اؤ داصلاحاتو پځایې کولو دپاره په احتجاجونو لاس پورې کړی دی.
دا به دپاکستان په تاریخ کې لمړی ځل وي چې ددغه هیواد د طاقتور پوځ اؤ عدلیې دقاضیانو نه به په سینیټ کې مخ په مخ وپوښتل شي چې په هیواد کې باید تر ټولو بالا یا طاقتوره اداره کومه وي؟
څیړونکي وایي کله چې هم د پاکستان پوځ په عملیاتو کې دترهګرو دملا ماتولو دعوې کړي دي نو حالاتو ښودلې چې سمدستي وروستو ترهګرو په خونړي بریدونو د پوځ اؤ اولس ملا ماته کړې ده.
افغانستان کې جګرو ته په لمن وهلو تورن هیواد پاکستان ویلي دافغانستان په خاوره د بې ثباتۍ له امله داعش خپلې پښې مضبوطوي اؤ دغلته دداعش موجودیت دپاکستان دپاره ګواښ دی.
په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان دهغه دخپل ګوند دپارلیمان دیوې غړې عائشه ګلالۍ لخوا د اخلاقي تورونو لګولو وروستو په سیاسي میدان، میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه پیل شوي.
د سنت خوله په نوم ددغه مجلې خپرولو مقصد ښځې په کم عمرۍ کې ودونو کولو اؤ د تندلارو لیکو ته په ورګډیدو اماده کول دي.
نور کتل