فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
نړیوالې اؤ ځایي رسنۍ وایي د افغانستان په سفر بوخت د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د چهارشنبې په ورځ کندهار ته تللی اؤ هلته یې د طالبانو د مشر هبت الله اخند زاده سره لېدنه کې په مهمو چارو خبرې اترې کړې دي.
شمالي وزیرستان اؤ د ناکراره صوبه بلوچستان کې عامو ټاکنو ته په ولاړو دوؤ امیدوارانو وسله وال بریدونه شوي دي چې پکې د یو امیدوار ملک کلیم الله په ګډون درې کسان وژل شوي اؤ بل امیداوار اسلم بېدي سخت ژوبل شوی دی.
د پاکستان پوځ وایي د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمه لکي مروت کې یې ترهګرو سره نښته کړې ده چې په دې نښته کې دوه پوځیان اؤ "دوه ترهګر"وژل شوي دي.
د دره ادم خیل په یوه ولسي حجره کې ګډ شوي نرښځیان وایي، هغوي مسلمانان دي، یوازې په حجره کې یې نڅا کړې ده اؤ د مذهب د سپکاوي تصور هم نه شي کولی.
پولیس وایي د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروت څخه نامعلومه وسله والو ۱۰ مزدوران تښتولي چې تعلق یې د پښتونخوا بیلابیلو سیمو سره دی.
په برید کې د دوؤ پوځیانو اؤ د طب د یوې طالبعلمې په ګډون څلور کسان وژل شوي او د یو کم عمره ماشوم اؤ دریوؤ پوځیانو په ګډون شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.
مولانا فضل الرحمان ته ددې سفر بلنه په افغانستان کې دطالبانو حکومت ورکړې ده خو هغه وایي د پاکستان ریاست هم د خپل دریځ اؤ غوښتنو نه خبر کړی دی اؤ په دې سفر کې به افغان طالبانو سره د ټي ټي پي په معامله هم وغږیږي.
د افغان طالبانو د حکومت دې مهم پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د پاکستان دننه د ټي ټي پي د بریدونو په سر د اسلام اباد اؤ کابل اړیکې زیاتې تاوجنې شوي دي.
هبت الله اخندزاده ته زیات نزدې ګڼل کېدونکی د کندهار ولایت والي ملا شیرین د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسېدلی تر څو پاکستاني حکومتي اؤ پوځي مشرانو سره په مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
پولیس وایي د پاکستان د پېنډۍ ښار د اډیالې په زندان کې څلورو بندیانو په یو بل بندي تن جنسي تېری کړی اؤ له هغې وروسته یې په تېزندۍ وژلی دی.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (ایچ آر سي پي) د نوي کال په رارسېدو سره په هېواد کې د بشري حقونو په خرابېدونکي وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او دې ته یې د سمدستي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ بلوچستان کې د جبري لادرکیو اؤ د عدالت تر شا د وژنو په ضد اسلام اباد کې د بلوڅ مېرمنو اؤ ځوانانو روان احتجاج د ترهګرۍ د ملاتړ په مانا بللی دی
نور کتل