ګلزار عالم اوس د پښتو موسيقۍ د دودې په غرض جوړ د باچا خان مرکز انګازې پروډکشن هاوس مشر یا ډراېرېکټر دی وايي څوک په زور انسان د موسیقۍ نه نشي لرې کولی ځکه چې "موسيقي د انسان د فطرت برخه ده، چې تر څو پورې انسانان وي دا به اوري، چې کله انسانان ختم شي بيا څه نه شو وېلی."
افغانستان کې واک اخیستو باندې طالبانو ته مبارکي ورکولو کې صرف د پاکستان سیاسي مذهبي ګوندونه شامل نه دي. د تحریک انصاف اسد عمر ویلي، دا هرڅه د هند سره د افغانستان د اړیکو یوه نتیجه ده.
استعداد سازي، تربيت، الات او اسباب دا هر څه چرته دي؟ دا پوښتنه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د يو مطبوعاتي کانفرنس په مهال د نړيوالې ټولنې نه افغانستان کې دطالبانو په ضد جګړه کې دافغان فوځ دقوت او د هغوئ دشاتګ په هکله کړی ؤ.
د تعليمي چارو کار پوهان وايي د پاکستان تحريک انصاف حکومت ګڼي چې يو قامي نصاب يا ون نېشنل کريکولم د پاکستان د ټولو تعليمي مسلو حل دی خو له بده مرغه داسې نه ده د تعليم مسلې ډېرې پېچلي دي او يو قامي نصاب د دې حل نه دی.
نه يوازې دخليجي هېوادونو دبندېزونو له امله د پاکستان نه هم بهر هېوادونو ته دسېلانيانو تګ راتګ ودرېدلی دی بلکې دې سره سم پاکستان نه بهر ته تګ هم يوه لویه ستونزه جوړه شوې ده.
دپاکستان تاريخ کې په وړومبي ځل خیبر پښتونخوا صوبه کې دولس ښځينه پټواریانې بهرتي کړل شوې دي.
دپاکستان دمذهي چارو مرکزي وزير نورالحق قادري د سینیټ د مذهبي حقونو دپارلېماني کمېټۍ يوې غونډې ته ویلي د دوئ (دمذهبي چارو) وزارت د اتلس کالو نه دکم عمره کوم تن د خپل مذهب بدلولو په هکله دڅه رقم بندیز پلوي نه دی.
د نهې/سې شنبې په ورځ پيښور کې سرکاری چارواکو او ماهرانو یوه غونډه کې د نړۍ د آبادۍ یا نفوس حوالې سره تړلې ستونزو باندې بحث وکړ. د دې سیمینار شرکت کوونکو تر مخه که انتظامیې مخ په زیاتیدونکې آبادې باندې قابو ونه موندو نو دې سره نور ډیرې ستونزې به پيدا شی. جزییات د سعدیه قاسم شاه نه واورئ.
پېښور هايکورټ د يو پوځي په وژنه تورن شکيل مسيح په ضمانت د خوشي کولو امر کړی دی، شکيل مسيح اته کاله په بند کې تير کړه، وکيل يې وايي د هغه د مقدمې کاغذونه يا ريکارډ ورک شوی ځکه د هغه مقدمه سرته نه ده رسېدلې.
په ټولنیزو رسنیو دمفتي عزیزالرحمان دبدکارۍ د ویډيو مخې ته له راتلو وروسته دپاکستان دننه ځېنو ملیانو اؤ مذهبي ګوندونو سره تړاؤ لرونکو خلکو دهغه دسر وینځلو هڅې هم کړي اؤ وایي "د دیني عالمانو عیبونه راسپړل دمسلمانانو کار نه دی"
په قانوني مسوده کې په کم عمرۍ کې هلک یا جینۍ ودوونکو ته درې کاله د قېد سزا تجویز شوي ده او د دغه کم عمر ودونو کونکيو مور او پلار ته دې هم د دوه کالو قېد سزا ورکړی شي. په مسوده کې دا هم وېل شوي چې عدالت دې د داسې قسمه مقدمو فېصله په نوي ورځو کې د کولو پابند کړی شي
زمکني ماینونه اؤ د زمکې لاندې ښخ کړل شوي نور چاودیدونکي مواد اوس هم په ځېنو قبایلي ضلعو کې دخلکو په ځانګړي ډول د وړو ماشومانو اؤ امنیتي ځواکونو ژوند ته ستر خطر دی.
دسياسي او امنيتي چارو څيړونکي وايي د پاکستان ګاونډي هېواد افغانستان نه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته که بد امني او بې ثباتي سیوا شي نو د دې بدې اغېزې به په پاکستان هم کیږي
د حکومتي فېصلې ترمخه د پروفېشنل يا د انجينېرنګ او د ميډيکل کالجونو نه علاوه چې په صوبه کې څومره هم سرکاري يونيورسټۍ په صوبه کې دي په هغې کې به د مذهبي اقليتي زدکونکو لپاره په دغه دوه فيصدي کوټې باندې عمل کيږي
ددغه پروګرام په هکله پاکستان په حکومت په سوشل ميډيا يا ټولنيزو رسنيو تنقيد کيږي او په اسلام اباد کې يو صحافي مطيع الله جان په سوشل ميډيا ددغه پروګرام لاندې پاکستان ته د ورکړل کېدونکو وريژو دبوجۍ يو عکس باندې ليکلي "په بوجۍ کې بند د پاکستان د عزت نفس مړی"
نور کتل