د وي او ای ډیوه سره خبرو کې افتخار حسین وویل که چېرې گوند یې حکومت ترلاسه کړو نو په منشور به عمل کوي. "خدای دې وکي چې زمونږ حکومت راشي او بیا داسې صورتحال جوړ نشي چې کوم زمونږ تېر حکومت کې و نو دنیا به وگوري چې عوامي نېشنل پارټي خپل منشور څنگه عملي کۍ."
د صوبې د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني د شورو، چارشنبې، په ورځ په پرېس کلب کې خبریالانو ته وویل د مجوزه قانون ترمخه په حکومتي او غیر حکومتي سکولونو کې به شاگردانو ته بدني سزا ورکول یا د شاگردانو وهل قانوني جرم وي
د میرانشا او میرعلي د شل زره تباه شویو دوکانونو تاجران وایي، که تاوان ور نه کړل شي نو د خپلو کورنیو له زرګونو کسانو سره به په اسلام اباد کې احتجاج پیل کړي.
سجاد د نوښار اوسېدونکی دی. دی د طب (میډیکل) د دریم کال محصل یا زده کونکی وو چې د مرګ کولو وروسته ورته د تیزندۍ سزا واورول شوه.
افغان سفیر دا خبرې د چارشنبې په ورځ په پیښور کی د افغان کډوالو له استازو سره په یوه غونډه کې وکړې، چې له کډوالو سره پر اړونده مسایلو برسېره هېواد ته د دوی پر بیرته ستنېدو سلا مشورې هم پکې وشوې. بلې خوا ته د افغانستان حکومت هم اعلان کړی چې د پاکستان څخه ویستل کېدونکو افغان کډوالو لپاره پخپل هېواد کې یو سټراټیژیک پلان پیلوي
په عامه توگه دیواني مقدمې، په خصوصي توگه هغه چې د ځمکو د تقسیم یا وراثت سره تړلې وي، په کلونو کلونو چلیږي. په ځیني موقعو خو پکې مدعیان مړه شي او په عدالتونو کې ناتمامې مقدمې یې وارثانو ته پاتې شي
د ترهګرۍ ځپلې قبایلي سيمې شمالي وزيرستان زدکوونکې ماشومانې جينکۍ غوښتنې کوي چې په علاقه کې وران شوي سکولونه دې بیرته ودان کړی شي هلته دې د استازانو حاضري يقيني کړي او اسانتياوې دې ورته برابرې کړی شي.
د پېښور یو شمیر وکیلانو په درخواست کې غوښتنه کړې چې د پنجاب د تعلیم وزارت ذمه وار کسان دي د "مطالعه پاکستان" له درسي کتابونو نه د پښتنو په ضد لیکل شوې خبرې وباسي او دا باور دې ورکړي، چې په راتلونکي وخت کې به د پښتنو په ضد داسې له کرکې ډک مواد نه شاملوي
"د خدای دپاره مونږ که زغملی نشئ چرته په روس يا جاپان مو خرڅ کړئ، تاسو به راباندې په ټک ودان شئ او مونږ به هم اېډوانس شو مونږ به هلته لاړ شو خېر دی د هغو سره دې يُو، ستاسو نه خو به خلاص شو".
د بشري حقونو د پاره کار کونکو پښتنو ښځو او سړو ورته په يو اواز انکار کړی او په نورو پښتنو يې هم غږ کړی چې بايد د شرمين سره په دې اړه هيڅ قسمه مرسته ونه کړي.
مسلمانان په ورځو کې د جمعې ورځ زبرګه ګڼي او داسې ښکاري چې عالمان د "بلېک فرايډی" معنا د " سپېرې جمعې " په اصطلاح اخلي.
په پاکستان کې د ډیر وخت راهسې په دیني مدرسو کې د اصلاحاتو خبره کیږي او بنیادي مقصد يې دا ویل کیږي چې مدرسې دې په نصاب کې هم د جدید دور مضامین شامل کړي چې دا رنگ د مدرسو دلارې د خیرېدونکي مذهبی تندورۍ مخه ونیول شي
کارډیالوجسټ ډاکټر ملک فیصل وايي پښتانه کباب ډیر په شوق خوري او خپل ژوند په خطر کې چوي ځکه کباب په چربۍ (ډالډا غوړو) کې تیاریږي. د څیړنو نه معلومه شوې ده دغه چربې زړه ته نیغ په نیغه نقصان رسوي.
په پاړه چنار کې د تیرو دوؤ لسیزو راهسې د شیعه ، سني په نوم فرقه ایزه اختلافات دومره اوج ته رسیدلي چې د زرګونو زلمو ځوانۍ یې د بارودو په لمبو کې لولپه کړې.
پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار ترمخه خواؤشا ۱۴ لاکه رجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي او دويې ته د سږ کال اخره پورې پاکستان کې په قانوني توګه دپاتې اجازت ورکړی شوی دی
څیړونکي په دې نظر دي چې اوس دجماعت الدعوه د ملي مسلم لیک په نوم دسیاسي ګوند په توګه مخې ته د راتلو اعلان ښایي پاکستان دهاغو نیوکو نه دځان بچ کولو لاره لټوي چې د نړیوالې ټولنې لخوا ددغه تندروه ډلې دسرپرستۍ کولو پسر په پاکستان کیږي
حکومت لا تردې دمه د نرښځیانو د دې تازه غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې صوبايي چارواکو د نرښځیانو د ټولو ستونزو د حل کولو لپاره د صوبايي اسمبلۍ دیو قانو د منظورولو ژمنه کړې وه.
نور کتل