پوهان وايي د کشمیر په اړه د دواړو هېوادونو دغه ګامونه د ماشومانو لوبې ټوکې ښکاري او پکار ده چې د کشمير په مسله د کشميريانو د خوښې او خواهشاتو احترام وشي
مسکا صافۍ هم د لغمان ولايت نه سره د خپلې کورنۍ پېښور ته په کډه شوه. هر څو که په کډوالۍ کې د هغې کورنۍ مالي ستونزې لرلې خو ولې هغې خپلې زده کړې په پاکستان کې دومداره وساتلې.
د خپور کړی شوي راپور شمېرې ښايي چې د کمرشل بانکونو نه شخصي قرضې د تېر مالي کال هم دومره موده کې د ۳۸۳.۸ بليونه روپيو نه ۱۲۲.۶ بليونه روپيو ته او د اسلامي بانکونو د ۷۹ بليونه روپيو نه ۵۲ بليونه روپيو ته راکوزې شوې دي
د قديم اثارو ماهره او د کېلاش سره تعلق لرونکې سيد ګل کېلاش وي او ای ډيوه خبریالې سعدیه قاسم شاه ته وویل کرونا وایرس له امله په چیلم جوش مېله کې سېلګرو شرکت ونکړی شو. هغې زیاته کړه خوش قسمتۍ سره تر اوسه د دوی خلک او علاقه د کوووډ ۱۹ يا کرونا وبا نه بچ ده
خېبر پښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو مشير اجمل وزير ویلي حکومت د ګل يادوشنبې د ورځې نه صوبه کې دسورلیو ګاډو ته بیرته دچلند اجازه ورکوي.
د روژې په دغه روایتي پروګرامونو کې به د اخلي پخلي او مذهبي پروګرامونو ترڅنګ د انعامونو د پاره مقابلې او لوبې هم کېدلې او د چېنلو دپاره به د روژې دغه نشریات د کاروبار او د امدن زريعه هم ګڼل کېدل
سياست مداره بشری ګوهر د مولانا د دې بيان پحقله وائي چې دې سره به په کورونو کې تشدد نور هم سېوا شي او د دې زور به په ښځو باندې پرېوځي
نظام الدین خان وویل حکومت د خلکو نه غوښتنه کوي چې کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر دې ګنه ګوڼه نه جوړوي خو چې "بيا د مرستيال کمشنر په چوکۍ باندې داسې کارونه کيږي نو خلک به وایي چې دوی پرې خپله عمل نه کوي نو مونږ يې ولې ومنو؟"
د تېلو درامد د تېرو څو مياشتو راهسې د کمي ښکار و خو چې کله داسې لاک ډاون شوی دی نو عام ټرانسپورټ هم بند دی، چې له عمله يې د تيلو په طلب د يو اندازې تر مخه شپېته نه واخله تر اويا فيصده پورې کمي راغلی دی
کېلاشيان وايي د کرونا وايرس د وبا د وېرې دوی خپل غم ښادۍ او مېلې چی د دوی د ټولننیز ژوند مهمې برخې دي دوی په ګډه نه شي کولی. او د کرونا وبا د دوی رسمونو او رواجونو ته خطره جوړه شوې ده.
په پېښور کې د سرو زرو کاروبار کونکي زرګرانو دوکانونه دا مهال د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د لاک ډاون په ترڅ کې بند دي. د پېښور ښار د سرو زرو کاروباري مرکز اندرشهر د زرګرانو د تنظيم مشر شېر فرزند وايي چې د ده په ياد کې د سرو زرو نرخ کله هم دومره نه وو وچت شوي
د وکیل عبدالرحیم وزیر په خبره جج وویل ۲۱ صدي ده او په قبایلي ضلعو کې انټرنېټ نشته دا خو د تعجب خبره ده. عبدالرحیم وزیر زیاته کړه چې د جج د تعجب په ځواب کې هغه وویل "موژ خو (یې) ساتلي داسې یوو، په تیاره کې."
وزيراعظم عمران خان دا دعوې کړې وې چې دا قرضه چې ملک کې دننه د سټېټ بانک نه اخلي، د خپل حکومت پوره کېدو پورې به شل کربه روپو ته راکموي
د خېبر پښتونخوا صوبې هنرمندان چې د کلونو راهسې د ترهګرۍ نه اغېزمن شوي اوس د کرونا وايرس وبا له امله پسې لا نور د مالي ستونزو سره مخ شوي دي.
نور کتل