د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ضلعې د سخاکوټ سره تعلق لرونکي د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو غړي چې تاجر دی ويلي يې دي، چې هغه د افغانستان د نمبر نه ټیليفون شوی، دوه کروړه روپۍ قلنګ ترې غوښتل شوی او د پېسو نه ورکولو په صورت کې ورته د مرګ ګواښ شوی دي، په سخاکوټ پوليس تاڼه کې د دغه پېښې مقدمه درج کړی شوې ده.
د پاکستان د شمېرنې اداره په خپل اوونيز رپوړټ کې وایې د تیرکال په مقابله کې روان کال امروزه ګراني 38.63فيصده ته رسېدلې او روانه اوونۍ په امروزه ګرانۍ کې 0.82فيصده نور زیاتوالی راغلی دی، د ادارې وینا ده تیره اوونۍ امروزه ګراني 3.68فيصده ریکارډ شوې وه.
د پاکستان د شمېرنې ادارې [بېورو اف سټېټسټکس] وايي د روان مالي کال [2022/23] په لومړۍ مياشت جولايۍ کې برامدات/ صادرات 5.17فيصده راکم شوي دي، او په میاشتنې بنيادونو برامداتو کې نزدې 24فيصده کمی راغلی دی.
د پاکستان د شمېرنې اداره وایي تیره میاشت په جولایي کې ګراني 24.9 فیصدي ته رسېدلې او د جون په میاشت کې ګراني 21.3فیصدي ریکارډ کړی شوې ده او په دې کې 4.3فیصدي اضافه شوې ده
په پاکستان کې د غېر يقيني سياسي صورتحال له امله د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر په ريکارډ کچه غورځېدلی او د روپۍ په مقابله کې یو ډالر 215 روپو نه هم سېوا شوی دی، د دې ترڅنګ د پاکستان د ونډو بازار [پاکستان سټاک اېکسچېنج] نن د ګل/دوشنبې په ورځ [18 جولايۍ] 750 پواينټونه راټيټ شوی دی.
د خيبر پښتونخوا د کرونده ګرو د رابطه کونسل عمومي سېکتر لیاقت علی وی او ای ډیوه ته وایي په ملکي کچه د ګرانۍ له وجې د کرونده ګرو خرڅونه زیات شوي او حکومت دې د یو کلوګرام تمباکو بيعه 350 روپۍ مقرر کړي
په خېبر پښتونخوا کی نن د اختر په دویمه ورځ هم څاروي قرباني کیږې خو ځايي اوسیدونکي وایي نن هم قصابانو خپلې بیعې نه دي کمې کړي او د تیرې ورځ په رنګ د 12000 روپو پورې د یو څاروي د حلالولو اجرت اخلي.
دمردان دپولیسو دپولیسو دعملیاتو دڅانګې مشر یا ایس پي اپریشن شاه ممتاز خان وي او ای ډیوه ته ویلي دا چاودنه دخودساخته بم دچاودیدو له امله شوې ده
د پاکستان د خزانې وزارت اندېښمن دی چې په راتلونکي مالي کال کې به ګراني د 15 فيصدو نه زیاته شي او امکان دی چې په ملکې کچه د اقتصادي بې ثباتۍ او د نړيوالو اغېزو له امله د پاکستان اقتصادي پرمختيا په قلاره شي.
په پاکستان د صحت قامي اداره وايي، په ټول هیواد کې د کرونا امیکرون کېسونو شرح 2.85% زیاته شوې او تر ټولو زیات کېسونه د سيند صوبې په کراچۍ ښار کې مخې ته راغلي چرته چې د مثبت کېسونو شرح 22فيصده ته رسېدلې ده.
نور کتل