رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-
په ایډونچر پارک کې د ماشومانو لپاره ښائسته او په مزه مزه الوتونکی او په پټړۍ بهیدونکې سورلۍ دي. خوا کې ورسره د ماشومانو خپله د منډو ترړو میدانونه دي
د هیرې پاټر هم خپل محل دی او هر سیلانی ورته ننوتل غواړي. کله نه کله ځېنې خلک مزل ته د رسیدو نه ورسته د هیري پاټر د کردارونو د جادوگرۍ هیبت وار خطا کړی او سورلۍ ته د نه ختلو فیصله وکړي
په ایډونچر پارک کې دننه د جراسک پارک د پاره ځانگړې برخه د قدرتي ماحول پشان جوړه شوي ده
د سپائډر مین ځانگو په یوه ودانۍ کې ددنه ده. دغه ودانی د فرضي یا فکشن اخبار ډیلې بیوگل دی. د سپائډرمین کردار په سیلانیانو ډیر مشهور دی
د هالي ووډ د یو سپر مین هولک په نوم جوړه شوي سورلې یا رائډ ځانگړتیا دا ده چې د خپل چورلک په وخت په یو ورکوټي سورنگ کې تیروتو په وخت پرې د اوبو پشم هم وریږي.
د هالي ووډ د یو سپر مین هولک په نوم جوړه شوي سورلې یا رائډ ځانگړتیا دا ده د خپل چورلک په وخت په یو ورکوټي سورنگ کې تیروتو په وخت پرې د اوبو پشم هم وریږي.
دې وډیو کې به تاسو د هالي ووډ د مشهورکردارونو سره ملاقات کوۍ. دوي پارک ته د ننوتو په وخت ناڅاپه راوځي او د سیلانیانو سره گپ شپ شورو کړې.
Deewa Radio Video, of Florida's Creek
القاعده خپل نوي بچي په پنجاب کې زېږوي ، د نوې القاعده مازغه په پنډۍ زړه په مريدکی او لاس پښې په نور پاکستان کې خواره دي- د پاکستان په پنجاب صوبه کې د نور هیواد په پرتله د ترهګرۍ پیښې کمی کیږي خو څیړونکي واېي دغلته په ګاونډي هیوادونو، او پخپله د هیواد دننه د حملو د منصوبه جوړولو ماهران په حکومتي حفاظت کې ساتل کېږي
د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخواني وتلي لوبغاړي ظهير عباس ډيوه رېډېو ته وېلي وس د کرکټ نړیواله تنظیم اېي سي سي له پکار ده چې بټ معاف کړي خو واېي هغه معافي ځکه غوښتې چې بېا کرکټ شروع کړي
په نړۍ کې هر کال د سوربتیا د لاسه 28 لکه خلق مري- د صحت چارواکي د سورب کېدلو په ېو شمېر علتونو کې غېر معېاري بازاري خوارکونه او شربتونه تر ټولو مهم گڼي
د نواز شریف په شمول د پاکستان د سیاسي او حکومتي مشرانو د تیرو لسو کالو نه دریز دا پاتې شوی دی چې په پاکستان کې کېدونکې دډرون دغه حملی غیر قانونه او د پاکستان د خود مختارۍ خلاف دي- اېا داسې خو نه ده چې د پاکستان طاقتوره پوځ دامرېکې سره دغه لوظنامه په خپل سر کړې او د پاکستان سیاست دانان ېې لکه د شگو د بجو د خلقو سپورو سپکو اوریدو ته مخې ته کېښودي ؟
په پاکستان کې کیڼ اړخه سیاسی ګوندونه د سیکولر جمهوري نظام طرفداره دي ـ بلي غاړي ته په پاکستان کې سخت دریزه ډلوته میدان خالی پروت دی ـ سخت دریزه ډلې ، په پاکسان کې اسلامی طرز حکومت غواړي ، د پاکستان د طاقتوره پوځ مشر جرنیل کېاني هم د انتخابونو په اخري ورځو کې وئیلی دي پاکستان د اسلام په نوم جوړ شوې او د اسلام روح څوک د دي وطن نه بيلولې نه شې
ددی حلقې نه د خیبر پښتونخوا د ګورنر انجینیر شوکت الله پلار بسم الله خان هم آزاد امیدوار دی. د پښتو یو متل دی - چې سپین مخ دی غمی دی نو څه دی کمی دی- قباېلو ته خو د پولیټکلۍ اردلي هم غټه بلا ښکاري او د بسم الله خان خو د خیره زوی ګورنر دی
آېا راتلونکي انتخابونه به ددغه قباېلو په ژوند کې څه بدلون راولي؟ د دغه سوال په ځواب کې راته وتلي څېړونکي اعجاز خټک وېلي دي څه غټ بدلون نه وېني خو واېې ووټونه خپله د بدلون راوستو غوره لاره ده او دغه لاره د قباېلي اولس بنېادي حق دی-
دې پروگرام کې د خیبر پښتونخوا په حلقه ٦٩ د ایم کیو ایم ٧٢ کلنه گل دانه هم میلمنه وه. گل دانه وايي پښتانه ورته پیغور کوي د دښمنانو د پارټۍ نه ولاړه يي خو وايي زه به په کراچۍ کې د میشته پښتنو د تحفظ لپاره کار کومه.
شاعران دي ښاغلې رحمت الله درد، ښاغلې سليم راز، ښاغلې غازي سيال، ښاغلې قمر صحرائي، او ښاغلې مصطفآ کمال او کوربه يې رحمان بونېری دی
د پاکستان د پښتنو په خاوره لویو سیاسي او مذهبي مشرانو، مولانا فضل الرحمان، محمود خان اچکزۍ، افتاب احمد خان شیرپاؤ او افضل خان لالا ډیوه ریډیو ته ویلي دي د پاکستان امن پلوته تگ د وسله والو سره د خبرو اترو د لارې ممکن دی. دغو سیاسي مشرانو لخوا په سیمه کې د سولي لپاره هلې ځلې په دې ورستیو کې تندې شوې دي.
22 کلنه ماریه دا وخت په کینیډا کې ده او د ډیوه ریډیو سره د خبرو په وخت ېي دغه ژمنه کړی ده چې نه یواځې ورلډ چمپین جوړیدل ېي د ورکوټوالي ارمان دی ولې واېي وس هغه سوچ ته هم ماتې ورکول غواړي چې ګڼې په ښځو قدغن پکار دی او ښځو له آزادي ورکول بې غېرتي گڼي
د پښتو شاعرۍ په تاریخ سم پوهه نقادان وايي په صحیح معنو کې د فکري او مزاحمتي شاعرۍ بنیاد ستر خوشحال خان خټک ایښودی دی. درست پښتون تر قندهاره تر اټکه سره یو د ننگ په کار پټ او اشکار بله هیڅ لیدلی نشې په دا منځ کې یا مغل لمنځه ورک یا پښتون خوار
نور کتل