رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-
د خېبر پښتونخوا صوبې گورنر اقبال ظفر جگړا د فاټا څخه بې کوره شوؤ قبایلو ته څلور اونۍ ورکړي دي چې خپلو کورنو ته دې ستانه شي که نا— رجسټریشن یعني حکومتي نوم ليک به ورته ختم کړي. نوموړي دعوا کړیده چې د هیواد پوځ په قبايلي سيمه فاټا کې امن په ځای کړی دی—
په حیرانوکې توگه یو څو شتمن او تل په اقتدار کې شريک پاتې شوی پښتانه مشران بدلون ته تیار نه ښکاري او په حیرانونکي توگه نه خو د پاکستان کومه اداره کوم حکومت، کوم پوځي او سیاسي مشر او نه کوم دانشور دا ځواب لري چې اخر د فاټا د پښتنو سره دا امتیاز ولې کیږي-
د مالټا وزاعظم جوزف موسکاټ په خپل ټویټر ليکلي دي چې د الوتکې اغوا کونکي تسليم شوی دي او ټولې سورلۍ او د عملې ټول غړي خوشې کړې شوی دي. دا لا په ډاگه نه ده چې د الوتکې تښتونکي څوک وو او ولې تسليم شول.
د مالټا وزاعظم جوزف موسکاټ په خپل ټویټر ليکلي دي د الوتکې څه کارکونکي غړي او یو سل نهه سورلۍ خوشې کړې شوي دي. د انگریزۍ اخبار ډيلي میل واېي چې د مالټا یو وزير ورته ويلي دي د الوتکې تښتونکو د سیاسي پناه اخستو خواست کړی دی
گرنیډ بم په لاس دوه اغوا کونکو دليبیا د مسافرو یوه الوتکه مالټا ته تښتولې ده چې پکې 118 کسان سواره دي. رایټرزخبري اداره واېي قذافي پلوه هاېي جیکرز یا جهاز تښتونکو د افريقين ایر لاین کمپمۍ ایر بس 320 د لیبیا څخه نزدې هېواد مالټا ته اړولې ؤ.
(په شپاړسم د سمبر 2014 چې طالبانو د پیېښور په ارمي پبلک سکول کې ېو نيم سل تنکي ماشومان ووژل نو دپاکستان پوځي او حکومتي مشرانو د نېشنل اېکشن پلان په نوم د تر هګرۍ د مخ نيوي ېوه تګ لاره اعلان کړه
د پاکستان په شمالي وزيرستان کې دومره قدرتي معدنیات پراته دي چې که چري ورباندې په سائنسي طریقه کار وشي نو نه یواځې دا چې په فاټا کې به ټول خلق په روزگار شي بلکې د هېواد د نورو برخو خلقو ته به پکې هم کارونه او روزگارونه پېدا کړې شي
وزيراعلا پرویز خټک ويلی دي دوېي جگړه نه کوي خو وزيراعظم نوازشریف دې د چين پاکستان اکنامک کوریډیور په سر د ټول قوم سره کړي خپل لوظونه پوره کړي- ا
په خپلو شنو سترگو کې د ډوبو پرتو سوالونو په وجه په نړۍ کې نوم گټونکې شربت گله په پاکستان کې د دیرش کالو میلمستیا وروستو لکه د میلمنې رخصتیږي نا بلکې لکه د یوې مجرمې بې دخله کیږي
د پاکستان وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي خېبرپښتونخوا كښې به بل څوك نه هم د دويي حکومت بدلون راولي خو خبریالان وايي په تیره څه موده کې د سوات، دير، هزاره او شمالي وزيرستان نه علاوه د سي پیک په پروژه ښاغلي شريف د پښتنو سره په کړو لوظونو کې یو هم نه دې پوره کړې
د پاکستان کورني روڼپالي ليکونکي او نړيوال مطبوعات دتیرې یوې لسیزې راهسې په پاکستان کې د اولسي واک په پرتله د طاقتور پوځ په حقله زیاتره وخت داسې ليکي چې پوځ د غیر ریاستي تندروه لښکرونو پالونکې اداره جوړه شوې ده
د خېبر پښتون خوا د مردان ناظم حمایت الله مایار غوښتنه کړې چې دهېواد په پالیمان کې دې په مردان کې د طالبانو د حملې وروستود وزيراعظم نواز شریف د بیان غندنه وشي
د پاکستان د وزيراعظم د باندينو چارو صلاح کار سرتاج عزيز ويلي دي د فاټا د خلقو خواهش دی چې فاټا دې د پښتون خوا صوبې سره یو شي-
پښتانه واېي دوېي د پاکستان د اذادۍ قیمت ورکوي خو د آزادۍ میوه نور خوري- دډیوه ریډیو په خپرونه واشنگټن ټو خېبر کې وتلي سیاسي مشراو کالم ليکونکي افراسییاب خټک، وتلي شاعر او دانشور رحمت شاه سایل ، پروفیسر او څیړنکار فیض الله جان او د فاټا د طالبعلمانو یوې مشرې ثمرين وزير خبرې کړي دي-
په سعودي عربستان کې د پاکستان سفير ښاغلي منظورالحق ويلي دي خوا وشا اته زره پاکستانیان په سعودي عرب کې دا وخت بې روزگاره دي-
د پاکستان د باندينو چارو وزارت ويلي دي په سعو دي عربستان کې په زرگونو پاکستانیان بې رزگاره کړی شوي او ورته د تیرو څو میاشتو راهسې اجرتونه نه دي ورکړی شوي-
یو ښایسته ماشوم راته وئیل ، زه د ایدهي دې ځاېي ( یتيم خانې) ته خپلې نیا راوستې یمه، گمان کومه دغه ماشوم به لس کلن ؤ، نیا دې ولې ورکړې یې؟ پلار مې مړ ؤ، مور به مې وخلم او ډوډوۍ یې نه راکوله نو نیا مې ایدهي له ورکړمه- خو زه دلته نه یم خوشحاله- هغه زر زر د خپل زړه مراد اووې-
د تحريک انصا ف گوند په پښتون خوا کښې د قتل شوي اسمبلۍ غړي سورن سنگھ ښځې ويلي دي عمران خان او پرویز خټک ورسره د میډیا په وړاندې د مرستو لوظ کړی ؤ خو وس د خاوند د مرگ صرف درې میاشتې وروستو د بدې ورځې د لاسه د پلار کره ناسته ده
د نابغه خوشحال خان خټک یو لاس خپلې غاړې ته په زوړنده توره دی او په بل کښې یې د طاؤس نری وزر دی— د هغه په فکرانگېزه سترگو کښې ډوبه خاموشي ده او داسې بریښي گني هغه د دې عصر د قومونو د پرمختگ په زغل کښې د پښتون قام دې بې منزله سفر غمجن کړی وي
نور کتل