د پېښور هايکورټ رجسټرار وايي، د قبايلي ضلعو عدالتونو ته په لسو ورځو کې ۴۱۲ مقدمې راوړل شوي او په هغو کې زیاتره مقدمې حل کړی شوي دي.
په اتم مارچ د حقونو د پاره د ښځو مارچونو د پښتوخوا اسمبلۍ ځيني غړي راپارولي دي او په یو قرارداد کې یې د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې چې په هغو مارچونو کې د نارو تر شا پټ قوتونه او سازشونه راڅرګند کړي چې په پاکستان کې د خانداني اقدارو په ماتولو پسې دي.
د پاکستان پخوانۍ قبایلي سېمې د ۲۵ ايینی ترمیم لاندې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې شوي. خو دغلته د عدالتي نظام او نورو حکومتي څانګو غځولو لپاره لا هم کوششونه روان دي.
د خېبر پښتونخوا تاجران د ډیر وخت راهسې د حکومت نه د مراعاتو غوښتنه کوي او وايي په صوبه کې د امنیت غیر یقیني صورتحال په وجه سرمایه دار په صوبه کې سرمایه کاري نه کوي، مقامي صنعتونو نه نقصان رسېدلی
د خېبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو محکمې د وروستۍ اعلامیې خپرولو سره به په قبایلي ضلعو کې د (زېلی) ښکته عدالتو پرځای کولو لپاره لاره هواره شي. د اعلامیې ترمخه نیمې قبایلي سیمې یا پخوانۍ د ایف ار علاقې به د نژدې قبایلي ضلعي عدالت د اختیار د لاندې راځي
د خېبرپښتونخوا حکومت صوبايي اسمبلۍ ته ويلي د کال ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۸ پورې ۱۷۱ قوانين منظور کړي خو يواځې ۷۶ يې عملي کړي او ضابطې يې جوړې دي.
د پښتنو د شناختي کارډونو قرارداد د عوامي نېشنل پارټۍ سردار حسین بابک وړاندې کړی و. د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي بابک شناختي کارډونه جاري کونکې ادارې نادره په کار ټکونه وکړل او وې ویل داسې ښکاري چې لکه پښتانه د پاکستان شهریان نه دي
وکیل قمر ندیم وویل د ساهېوال جیل ډیر سخت دی، ډاکټر شکیل افریدی په سختو حالاتو او په وړه کوټه کې بند دی او د زندان سختو حالاتو په نفسیاتي توگه په هغه منفي اثرات کړي دي
پېښور پوهنتون کې د "پېغام پاکستان" په نوم د ترهګرۍ ضد بيانيه باندې استازان، مختلف مکتبه فکر علما او امامان روزل کيږي تر څو دغه پېغام زده کوونکو ته ورسؤل شي.
د پي ټي ايي حکومت د خپلو ۱۰۰ ورځو په پلان کې د اېن اېف سي اېوارډ خبره نه ده شامله کړې او وايي دا مسله په ۱۰۰ ورځو کې نه کيږي.
د انتخاباتو خلاف احتجاجونه په داسې حال کې کیږي چې رپورټونه وايي د پاکستان موقتي وزیراعظم ناصرالملک صدر ته د خواست کړی چې د نوي منتخب شوي پارلېمنټ غونډه دې د اگست په ١٣ مه نېټه راوبلي
په جلسه کې رحمت الله محسود او د هغه مېرمن ډاکټر سلطانه رحمت هم موجود وو. په جلسه کې د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله سره خبرو کې رحمت الله وویل خپل کورنۍ سره په غونډه کې شرکت دپاره ځکه راغلی چې "دا د پښتون د ژوند" مسله ده
د ملگروملتونو ادارې ویاند قېصرافریدي وویل پاکستان کښې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده تر جون د میاشت پورې غځول شوې ده. هغه زیاته کړه د جون ورسته به پاکستان یوازې د هغه کډوالو د بیرته لیږلو لپاره کاروايی پېل کوي چې قانوي اسناد نه لري
دغه کورنۍ د پاکستان او افغانستان پر حکومتونو او سفارتونو غږ کوي، چې نیول شوي ځوانان یې نه د ترهګرۍ په کومه پېښه کې نیول شوي او نه سزا شوي دي او غوښتنه کوي چې هغوی دې ژر تر ژره را خوشي کړل شي
د اسلام اباد نه پېښور ته تلونکي موټروی باندې د کرنل شېرخان انترچېنج نه جدا شوې د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سیمې سوات موټروی به سږ کال پرانستی شي، د ياد موټر وی دپاره ټاکلې موده راتلونکی کال دی.
نور کتل