بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي
د امريکې کانګرس له اعلی پوځي چارواکو نه پوښتلي چې ولې د چين جاسوسي بالون د امريکې د پاسه تر ډېره وخته څارنه کوله او ژر نه و ویشتل شوی
په باچا خان يونيورسټۍ کې د عدم تشدد د علمبردار باچا خان د برسۍ تابيا شوې وه چې ترهګرو پرې سحر وختي په لړه کې بريد اوکړو، په دغه بريد کې ژوبل شوی سميع الله د هغې ورځې خونړۍ قيصه وي او ای ډيوه ته کړې د هغه له خلې يې واورئ
کتل به وي چې د پاکستان حکومت د هیومن رایټس واچ رپورټ ته څه ځواب وايي خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د هغه د حکومت مامورین په ملک کې په مطبوعاتو د قدغنونو، د حزب اختلاف ګوندونو د ځورول کېدو او د مذهبي اقلیتونو او د مېرمنو د حقونو د سرغړول کېدو خبره ردوي
په عابد علي خان تور دی چې په پاکستان کې داسې يو نېټ ورک یا جال لري چې د اېشيا او مينځني ختیځ نه خلک په جعلي کاغذونو امريکا ته لېږي او خلکو له په نړيواله کچه د سفرونو د پاره جعلي سفري اسناد هم برابروي
طالبانو په افغانستان کې بیا په زور د واک واخستلو وروسته، د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ کوز کړی او پر ځای یې خپل سپین بېرغ اوچت کړی. په افغان ملي بېرغ هم اسلامي کلمه لیک ده.
د بشري حقونو د څار تنظيم مشرې حنا جېلاني لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې ويل شوي د قبايلي سيمو د پاره ټاکل شوي لس کليزه منصوبه باندې پوره عمل نه دی شوی او د دغې سيمو د ترقۍ د منصوبو د پاره ټاکل شوې ۷۴ اربه روپو کې صرف ۳۷ اربه روپۍ په کال ۲۰۲۰م کې ورکړل شوي دي
د ايران د دغې تبصرې نه دا نه معلوميږي چې دوي به يواځې د تصويرونو اخستلو اجازته نه ورکوي او که نړيوال انسپکټرانو ته به نېغ په نېغه دخپلو مرکزونو د کتلو اجازت هم نه ورکوي.
د دغې کمېتۍ مشر پيټر فونسيکا وي او ای ته ويلي د کېنیډا اکثره ګوندونو په يو غږ د دغې قرارداد منظوري ورکړې او د چين تشدد يې د ويغر قتل عام بللې، د کمېټۍ رپورټ د منظورۍ لپاره خارجه وزارت ته استول شوی.
دغه مباحثه به د اوهایو ریاست په کليولېنډ ښار کې وي او په قامي کچه به په مطبوعاتو نیغ په نیغه ښودل کېږي. د نومبر په دريمه نېټه د ووټونو نه وړاندې به داسې درې مباحثې کېږي. توقع ده چې په دې مباحثو کې به په شپږو مهمو نقطو خبرې کېږي
د ملګرو ملتونو جنرل سېکټري اېنتونيو ګوټرېس ويلي د دغې پېښې بې پلوه پلټنې او د لبنان د اولس غږ اورېدل ډېر ضروري دي
دامريکې د ټرانسپورټ د محکمې د اجازت وروسته د پاکستان قامي هوايي شرکت پي آيي ای خپل لومړی ځانګړی پرواز د مۍ په ۱۰ مه نېټه د امريکې پايه تخت واشنګټن ډي سي ته کوي چې ورته په امریکا کې ښکېل په سونو پاکستانيان لېواله دي او ځينې خلک به پکې خپل مړي هم پاکستان ته د تدفين د پاره استوي.
نور کتل