د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اتوار په ورځ د آی اېم اېف له مشرې کرسټالينا جارجيوا سره په ليدنه کې ويلي دي چې حکومت يې د پاکستان اقتصاد "بېرته" پخپلو پښو درولو ته ژمن دی دواړو پاکستان ته د ايي اېم اېف د قرض د يو بل پروګرام په اړه هم خبرې وکړې.
پاکستان د امريکا له ګواښونو سره سره په ايران-پاکستان ګيس پایپ لاین پروژې د پرمختګ اشاره ورکړې د دفاع وزير خواجه اصف هيله څرګنده کړې، چې د دې پروژې په لار کي پراته خنډونه به لرې کوي او دا به سر ته رسوي. څيړونکي وايي، دوي نه ويني چې پاکستان به د امريکې د فشار له وجې وکړای شي چې دا پروژه سر ته ورسوي.
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په مشرۍ کي يوه ډله واشنګټن ته رارسیدلې چې د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره د نوي قرض په تړون خبرې وکړي
څېړونکي هیله څرګندوي چې ايي اېم اېف به پاکستان ته د موجوده قرض د اخېری قسط منظوري ورکړي د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ترمنځ د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې د 1.1 ارب ډالرو د اخېری قسط په اړه جایزه خبرې نن ختمېږي. تفصیل د الیاس خان په راپور کې.
د پاکستان او د ايي اېم اې دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د ګرانۍ کچه لوړه ده، د زر مبادلې ذخيرې يې د اته 8 اربه ډالرو څخه ښکته دي او روپۍ هم د ډالر په مقابله کې خپل قدر بایللی دی
سنېټر بهرامند تنګي په سنېټ غونډه کې له سخت احتجاج وروسته د سوشل میډیا په ټولو پلېټ فورمونو د بندیز لګولو لپاره خپل قرارداد بېرته اخیستی
څيړونکى وايي د پاکستان نوی حکومت به که يو خوا د سياسي ستونزو سره مخامخ وي نو بلخو به ورته یو مشکل اقتصادي صورتحال ور په غاړه وي
په پاکستان کې له ټاکنو وروسته یوې خواته د مسلم لیګ ن، پیپلز او اېم کیو اېم ګوندونو ترمنځ او بلې خواته د پي ټي آې تر ملاتړ لاندې بریالیو امیدوارانو د حکومت جوړولو هڅې تیزې کړي دغه ګوندونه کوښښ کوي چې په مرکز، پنجاب او خیبرپښتونخوا کې خپل خپل حکومتونه جوړ کړي. تفصیل د الیاس خان په راپور کې.
پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند د ایتلافي حکومت جوړولو دپاره په رسمي توګه مشورې پيل کړي چې په مرکز کې د اتحادي ګوندونو په مرسته حکومت جوړ کړي ویل کېږي چې د فرورۍ د اتمې په انتخاباتو کې یوې پارټۍ هم غوڅ اکثریت نه دی ترلاسه کړی. تفصیل د الیاس خان په راپور کې.
د پاکستان د الېکشن کمېشن د غېر حتمي ابتدايي نتیجو ترمخه د فرورۍ په اتمه شويو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ په 266 چوکو ازادو اميدورانو 101، پاکستان مسلم ليګ (ن) 75 او پاکستان پيپلز ګوند 54 سيټونه ترلاسه کړي دي
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بلوچستان صوبې په قلعه سیف الله او پښين ضلعې کې د دوو انتخابي دفترو مخې ته چاودنو کې لږ تر لږه 27 کسان ووژل شوو او 40 زيات نور ژوبل شوو
څېړونکي: په پاکستان کې چې د فرورۍ د اتمې له ټاکنو وروسته کوم سياسى ګوند يا ايتلافي حکومت په اقتدار کې راځي نو له سختو اقتصادي ننګونو سره به مخ شي په دغو ستونزو کې ګراني، بې روزګاري، ورو اقتصادي وده او د پورونو بېرته ورکول شامل دي.
پاکستان سپريم کورټ د پلټنو مرکزي ادارې ته لارښونه کړې چې په ټولنيزو رسنيو د عدليې او ادارو پر ضد د "نا وړه کمپاین" په اړه خبريالانو ته ورکړل شوي نوټسونه سمدستي بيرته واخلي. تفصیل د الیاس خان په راپور کې.
څلور کلنه شاري هم په دي سخته يخنۍ کي له خپلې مور سره د خپل ماما موندنې لپاره د نورو ماشومانو ترڅنګ احتجاج ته ناسته ده.
په اسلام اباد کې د بلوچانو د حقونو لپاره د ناست پرلت مشران وايي، د دوی له ستونزو څخه د خلکو خبرولو لپاره به اوس دوی کور په کور ګرځي. تفصیل د الیاس خان په راپور کې.
نور کتل