پاکستان افغانستان سره خپله دټرانزيتي تجارت خپله لوظنامه تر دريوؤ مياشتو وغځوله، ددې تجارتي تړون مده سبا ختمېدونکې وه
دا څانګه یا سیل په داسې وخت کې جوړ کړل شوې چې د تېرو دوؤ لسيزو راهسې په پاکستان کې د صحافت د څانګې سره تړلي د 130ؤ نه زيات خبريالان وژل شوي دي او يو شمېر دا مهال د بغاوت او د الېکټرانکى جرمونو د مخنیوي قانون پيکا لاندې د مقدمو سره هم مخ دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان په ليکو کې د بېلا بېلو وسله والو ډلو راېوځائ کېدل اندېښمن بللي او خبرداری یې ورکړی چې په تحريک طالبان پاکستان کې دوسله والو ډلو راغونډېدو سره پاکستان او سيمې ته دترهګرۍ ګواښ هم زيات شوی دی.
پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه کړل شوؤ کسانو د موندنې سرکاري کمېشن وایي چې تېرو نهو کلونو کې په زور د لا درکه کړی شوؤ کسانو دجملې څخه د تشدد ښکار د221 کسانو مړي ترلاسه شوي چې پکې د 55 کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی.
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو دپاره په سېنېټ کې د اته څوکيو په ځای ساتلو قانوني مسوده منظوره کړی شوې ده، خو قانون پوهان وايي په دې کې اوس هم قانوني مسلې شتون لري.
پاکستان کې دمخباراتو دولتي ادارې (پي ټي ای) په يو رپورټ کې ويلي چې په هېواد کې د تېر مالي کال 2020م په مهال د انټرنيټ د کارونکو شمېره د نهه کروړه او 10ؤ لکو نه اوړېدلې ده او دې سره په ډېجټل اقتصاد کې هم بې کچه اضافه شوې .
سرکاري چارواکي خوشبينه دي چې د اېف ای ټي اېف د راروانې مياشتې په 22مه نېټه شروع کېدونکې غونډه کې به د پاکستان نوم د خړ فهرست نه وویستل شي
څېړونکي نظر لري چې په کال ۲۰۰۲م کې د وژل شوي امريکايي خبريال ډېنيل پرل د قاتلانو د هېواد د ستر عدالت لخوا خوشې کول به د ترهګرۍ د مالي مرستو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف په اېنده غونډه کې د پاکستان لپاره دتباهۍ ډکې نتیجې ولري.
هېواد کې په کرونا وایروس د قابو موندلو لپاره جوړ د نېشنل کمانډ اېنډ کنټرول مرکز مشر اسد عمر وايي د وېکسينېشن د عمل پېل به په فرنټ لاېن کې د موجود صحى عملې نه کېږي
په جبري توګه دلادرکه کولو عمل دیو جرم ګرځولو اؤ ددې ستونزې دهواري دپاره دپاکستان قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوې قانوني مسوده دحکومت لخوا رد کړل شوې ده.
دپاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد ویلي چې د افغانستان او ايران سره په شريکو پولو د ازغن تار لګولو کار به سږ کال سرته ورسیږي او وايي دې سره به د پولې د امنيت په ساتلو کې مرسته وشي او د خلکو غېرقانوني تګ راتګ به هم د څار لاندې راشي.
د نړیوالو چارو څېړنکار او د پېښور پوهنتون د اېريا سټډي سنټر پخواني ډاېرکټر ډاکټر سرفراز خان وايي ډېموکرېټک ګوند د پاکستان په اړه تاثر لري چي د ترهګرۍ مکمل مخنیوي نه کوي او د طالبانو سره د وزير اعظم عمران خان د خواخوږۍ د بېانو نه هم ښه خبر ده
د پنجاب سرښار لاهور کې د ترهګرۍ ضدعدالت د لاقانونه مذهبي تندرويه ډلې جماعت الدعوه درېوؤ مشرانو ته ترهګرو سره دمالي مرستو په دوؤ نورو مقدمو کې دبند سزاګانې اورولې دي.
دلاهور ځايي عدالت دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دمشر محمود خان اڅکزي د هغه وینا پرضد دفوجدارۍ دمقدمې درج کولو خواست رد کړی چې پکې نوموړي ویلي وؤ چې په افغانستان د قبضې کولو جنګ کې د لاهور خلکو د پيرنګي مرسته کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپيو لشکر جنګوي او لشکر طیبه د غېر ملکي ترهګر ډلو په حېث د بندیزونو په نوملړ کې بيا د سره شامل کړې دي.
د تجارت دپاره د قامي اسمبلۍ د کمېټې غړي محسن داوړ ډيوه ته ویلي له دې مخکې د افغانستان سره ټرانزټى تجارت يوازې د چمن او تور خم د لارې کېدو اؤ دغلام خان لاره په ټرانزیټي تجارت کې نه وه شامله.
پاکستان په سملاسي ډول د پېسو د ورکړې يو نوی سرکاري نظام اعلان کړی چې مقصد یې د هېواد په رسمي اقتصاد کې د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو ګډون باوري کول او حکومتي محصولات سېوا کول دي.
دپاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا کمېشن د شمارياتو د ادارې د يوې نظر پوښتنې په اساس وايي چې هېواد کې د کرونا واېروس د مخنیوي لپاره د پرځاې کړل شوؤ بندېزنو له کبله دوه کروړه ،7 لکه او 60 زره خلکو روزګار او معاش اغېزمنه شوې.
اسلام اباد هائیکورټ د لا درکه کړې شوي تن په موندنه کې په ناکامه راتلو چارواکو باندې د يو کروړ روپو جرمانه لګولې ده او خبرداری ېې ورکړی که لا درکه تن په یوه مياشت کې دننه خوشې نه شو نو هغوئ به د محکمانه پلټنو سره مخ کېږي.
پاکستان دا نړیوال رپورټ رد کوي چې وايي پاکستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي هیواد نه دی او هر کال تر زرور غیر مسلمانانو جینکیو باندې په زوره مذهب بدلول کېږي.
نور کتل