پاکستان کې حکومت مخالفه سياسي ګوندونو تېره ورځ په قامي اسمبلۍ کې د حکومت له اړخه د تحريک لبېک پاکستان سره په لوظنامه کولو ټکونه کړي او دا یې يو غېر معقول ګام ګرځولی.
څېړونکي وايي داسې ښکاري چي امریکا د افغان سولې په معامله اوس هم د پاکستان نه خفه ده خو وايي پاکستان به هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل "اسونه"تم وساتي او که داسې نه کوى نو بیا پرې بندیزونه لګیدلی شي.
پاکستان کې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل کليز رپورټ کې ویلي چې تېر کال 2020م کې دهېواد په کچه دماشومانو پر ضد دجنسي تېریو او نورو جرمونو ټول ټال 2960 پېښې رپورټ شوې دي.
افغانستان ته دپاکستان د قامي اسمبلۍ د سپيکر اسد قیصر سفر د امنیتي ګواښونو له کبله ځنډول شوی دی.
نړیوالې مالياتي ادارې ایي اېم ایف دپاکستان د اقتصاد په هکله خپل خپور کړي رپورټ کې وړاندوینه کړې ده چې د روان مالي کال په مهال به پاکستان کې ګراني اؤ بې روزګاري نوره هم زیاته شي اؤ دګرانۍ دکچې 8.7 فیصدي ته د رسیدلو امکان دی .
د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جارى شوي بېان کې ویل شوي چې نوموړی به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان او د پوځ د سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه او د خارجه چارو وزیر شاه محمود قريشي سره هم لېدنې کوي.
د امریکا دکانګرس لپاره تیار کړې شوي يو رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان د افغان کشالې د هواري په لړ کې يو مهم ګاونډي دی.
د اروپایي اتحادیې او نورو غیر دولتي ادارو په اشتراک دې رپورټ کې راغلي چې تېر کال د مطبوعاتو سره تړاؤ لرونکي اته کسان وژل شوي،36 خبريالان د کار په مهال د تشدد سره مخامخ شوي او 10 خبریالان په حراست کې هم اخستل شوي دي.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو د کمېټۍ غړي محسن داوړ ډيوه ته وايي پدې کې هېڅ شک نشته چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد دننه د بشري حقونو سرغړونې زياتې شوې دي چې هغه یې ذمه وار هم موجوده حکومت بولي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل د پاکستان حکومت ته په یو خط کې د هېواد دننه د خبريالانو په ویرولو ،دهغوئ په ضد د دروغو په مقدمو جوړولو اؤ د رایې څرګندولو دازادۍ مخې ته په خنډانو راولاړولو اندېښنې ښکاره کړي دي.
د پاکستان مرکزى حکومت په امدن دټیکس ترميمى ارډيننس او د نېپرا ترميمى ارډيننس په نوم دوه ارډېننسونه یا صدارتي حکمنامې جاري کړې چې ورسره حکومت ته د بجلۍ د نرخونو د نور سېوا کولو واک ترلاسه شو او ددې ترڅنګ د هېواد بېلابېلو څانګو ته ترلاسه د 150, ارب روپو دانکم ټېکس استثنا ختمه شوه.
نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف د شپږو اربو ډالرو دپروګرام لاندې پاکستان ته د 50 کروړه ډالرو د قرضې د قسط ورکولو منظوري ورکړې ده.
دامریکا صدر جوبایډن ویلي امریکا به پاکستان سره افغانستان کې د امن دټينګښت، په کرونا وبا او ماحولياتي بدلون د قابو موندلو لپاره خپله همکاري دوامداره ساتي.
پاکستان لپاره د افغان صدر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي په اسلام اباد غږ کړی چې د طالبانو ډزبندۍ او افغان دولت سره مذاکراتو ته په اماده کولو کې خپل رول ولوبوي.
دپاکستان وزيراعظم عمران خان خپل پرنسپل سکرټري ته امر کړی چې زر تر زره دې د ديارلسو بلوڅ کورنیو د لا درکه شوو کسانو صورتحال مالوم کړي.
افغان طالبانو د امریکا د صدر جو باېډن بیان ته خپل غبرګون کې ويلي چې د افغانستان نه د ځواکونو په ویستلو کې د پاتې راتلو په ترڅ کې امریکا د سختو پاېلو سره مخ کیدی شي.
د ښځو د تحريک جوړوونکو ويلي په پاکستان کې هرکال د ښځو لاريون (عورت مارچ) د سختو نيوکو سره مخ کيږي، د دوی وېډيوګانې او ليکونه په نخښه کيږي او د تحريک د بدنامولو لپاره غلط مالومات خپرول کيږي، دوی غوښتنه کړې چې د غلطو ويډيوګانو خپرونکي دې معافي وغواړي.
نور کتل