احسان محمد خان په صحافت کې اوږده تجربه لري اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔ هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې د اقتصاد ، سياست ، کلتور په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔
د پاکستان د پوځ یو پخوانی جرنېل او دفاعي څېړونکی طلعت مسعود وي او ای ډیوه ته وویل پاکستان په طالبانو تر یو حده پورې اثر لري خو د کله نه چې امریکا د افغانستان د خپلو ځواکونو وېستلو اعلان کړی دی طالبان زړه ور شوي او ګڼي چې دوی په یو مضبوط ځای ولاړ دي
د خېبرپښتونخوا د محنت او ثقافت وزیر شوکت یوسفزۍ مطبوعاتو ته خپل وډیو پېغام کې وویل چې دغه کسان په ۲۰۱۱ کې تښتول شوي وو او مړي یې د دره ادم خیلو په کاله خيل سیمه کې موندل شوي دي
د زيارت په ورځ په ماسکو کې دافغانستان په اړه دتر سره شوې غونډې دګډې اعلامیې مخې ته د راتلو وروسته څېړونکي وایي دا یو مهم پرمختګ دی اؤ دافغان سولې په اړه راتلونکو پړاؤنو دپاره یو ګټور اساس جوړیدی شي.
د سيپري په نوم دپلټنو دنړیوالې ادارې رپورټ وايي پاکستان د اسيايي هيوادونه په لیکه کې یو هغه هیواد دی چې په لويه کچه وسله دبهر نه اخلي.
د ګلګت بلتستان صوبې د اييني حيثيت په اړه چې دا پريکړه ليک بغير له اختلافه منطور شوی خو د بلورستان قامي تحريک مشر او د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غړي نواز خان ناجي ډيوه ته ويلي هغوي د سيمې دپاره دعبوري صوبې د غوښتنې ملاتړ نه کوي
څېړونکي وایي د ترهګرۍ دمالي سرچینو وچولو اؤ په ناقانونه توګه دپیسو په لېږد دڅار نړیوالې ادار(ایف ای ټي ایف)چې د خړ نه نوملړ نه د وتلو دپاره پاکستان ته دکومو درېوؤ نکتو عملي کولو وینا کړې ده په هغې عمل دپاکستان دپاره دومره زر ممکن نه دی.
د شميرو تر مخه دا وخت د شانګله سیمې ٥٥٠ د درنګونو خواريکښ داسې دي چه په بيلا بيلو پيښو کې ټپيان شوي او اوس د معذورۍ ژوند تيروي.
چارواکي وايي دپاکستان پلازمينې اسلام اباد په مارګله هلز کې د پړانګانو زياتيدو له امله دسلانيانو دتګ راتګ ځينې لاذې تړل شوي دي
تیرکال دفرورۍ په میاشت کې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دشوي تړون په اساس دجمعې په ورځ دامریکا ددفاع وزارت ویلي چې افغانستان کې یې دخپلو ځواکونو شمیره ۲۵۰۰ ته راکوزه کړې ده.
د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري د وټس اېپ د رازدارۍ پاليسۍ کې بدلون دفکر وړ بللي او ویلي یې دي په خصوصي توګه دا خبره نوره هم خفه کوونکې ده چې دا بدلون د امريکا ، انګلستان او یورپي هيوادونو دپاره نه دی
د روغتیایي چارو څېړونکي وایي په نړۍ کې د کرونا وایرس پرضد د واکسینو جوړیدل یو مهم پرمختګ دی خو بیا په پاکستان کې داسې اندېښنې شته چې ددې واکیسنو پر ضد پاکستان کې سازشي نظریه به دیو ستر چیلنیج په توګه مخې ته راځي.
د کرونا وایرس د دویمې څپې له امله چې دتیرې اوونۍ راهسې خیبر پښتونخوا کې ۳۵زره ښوونځي تړل شوي اؤ ورته وینا شوې چې زده کوونکو ته باید دانلاین کلاسونو دلارې سبقونه وښایي ،خو زده کوونکي وایي د صوبې په زیاتره برخو کې دانټرنیټ اساني وجود نه لري.
د ګلګت بلتستان دپاره د اېچ ار سي پي رابطه کار اسرارالدين اسرار وي او ای ډيوه ته وویل د ټاکنو په ورځ په سيمه کې د رايو عمل کتلو دپاره يو شمير بې پلوه او ازاد ټيمان موجود وو خو د ګلګت دننه په يو شمير مرکزونو کې لومړی د رايو ورکوولو او بيا د رايو د شميرنې په وخت دوی ته اجازه نه وه ور کړل شوي
د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند دواړه د موجوده حکومت پرضد د پي۔ډي۔ايم په نوم جوړ شوي غورژنګ برخه دي ، او دغه غورژنګ په هيواد کې دحکومت مخالفه احتجاجي لاريونونه هم پيل کړي
سعدیه دانش تور لګولی، د تحریک انصاف ګوند وفاقي وزیران د څو ورځو راهسې په سیمه کې د خپلو کاندیدانو سره په کمپاېنونو کې نېغ په نېغه برخه اخلي. او وزیراعظم عمران خان هم د اتوار په ورځ د سیمې سفر کړی.
د پيښور پوهنتون د ژورنلزم څانګې مشر پروفيسر فيض الله جان وايي ،”د پوځ پرضد د سياسي ګوندونو دغه بيانيه جوړيدو وجه دا ده چه دعمران خان حکومت جوړيدو وروستو دپوځ په سياست کې کردار ډير څرګند شوی..."
دپاکستان دپوځ اؤ ریاستي ادارو په ضد دڅرګندونو په تور ددې هیواد دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف دهغه دلور مریم صفدر اؤ دهغه دګوند پاکستان مسلم لیګ(نواز)دیو شمیر نورو مشرانو په ضد دغدارۍ مقدمه درج کړل شوې ده.
نور کتل