د امریکې جنګي جهاز ایران سره د تاوتریخوالي په مهال په منځني ختیځ کې پروازونه کړي 

د امریکې د هوايي پوځ مرکزي کمانډ د ټوېټر دلارې وویل منځني ختیځ ته د صدر بایډن بي ون بي بمبار لېږلو مقصد په سیمه کې اتحادي ملکونو ته د امریکې د ملاتړ ډاډ ورکول وو. هوايي پوځ وویل په دغه پرواز کې د اېټمي صلاحیت بمبار شامل نه و

د ایران د اېټمي مهاهدې په سر د تاوتریخوالي په مهال د امریکې "بي ون بي" نومې سټرېټیجک جنګي الوتکې په منځني ختیځ کې د اسرایل او نورو اتحادي ملکونو سره د مهمونو سمندري لارو دپاسه پروازونه کړي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه "بي ون بي" نومې جهاز دغه پروازونه د خالي، شنبې، او د اتوار، يکشنبې، په ورځ کړي دي.

د رپورټ ترمخه، بي ون بي لانسر جهاز د خالي، شنبې، په ورځ د هرمز تنګي دپاسه پرواز وکړو. د خلیج فارس د دغه تنګې دلارې د نړۍ 20 فیصد تجارتي تېل تېرېږي.

د هرمز نه علاوه دغه جهاز د باب المارب او د مصر نهر سوېز دپاسه هم الوت وکړو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په ورستي کلونو کې د هرمز په تنګي په سمندري جهازونو حملې شوي دي چې ذمه واري یې په ایران اچول کېږي خو ایران پکې د ککړتیا خبره ردوي. بحیره احمر د اسرایل او ایران ترمنځ د غېر مستقیم ډول جنګ مېدان ګڼل کېږي.

په منځني خیتځ کې د امریکې د بي ون بي جهاز سره د پرواز په مهال د بحرین، مصر، اسرایل او د سعودی عرب جنګي جهازونه هم بدرګه وو.

د وي او ای رپورټ وايي د ایران حکومتي مطبوعاتو په سیمه کې د امریکي جنګي بمبار په تېرېدو څه نه دي ویلي او په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي دریځ معلومولو د وي او ای خواست ته ځواب نه دی وېلی.

د وي او ای رپورټ وايي د دې نه وړاندې د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت په مهال به ایران ته د طاقت ښودلو دپاره ایټمي صلاحیت لروونکو بي فېفټي ټو بمبار جهازونو په سیمه کې پروازونه کول.

صدر ټرمپ ایران سره د 2015 اېټمي معاهده ماته کړې ده. د معاهدې دلاندې ایران د یورېنیم جوړولو هلې‌ ځلې ودرولې وې او په بدل کې پې اقتصادي پابندۍ نرمې کړی شوي وې.

په کال 2018 کې اېټمي معاهدې نه د امریکې د وتلو وروسته راهسې، د وي او ای د رپورټ ترمخه، ایران د معاهدې خلاف ورزي شروع کړې نړیوال کتونکي یې د اېټمې اسانتیاو د څارنې نه منع کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم وايي چې اېټمي پروګرام یې پرامنه دی خو د امریکې استخباراتي رپورټونه او مغربي څارنه کوونکي وايي تر د 2003 پورې د ایران اېټمي پروګرام پوځي جوړښت لرلو. د امریکې موجوده صدر جوبایډن ویلي غواړي امریکې د ایران اېټمي معاهده کې بیا شریکه شي خو په ویانه کې په دې لړ کې مذاکرات تر اوسه څه نتیجې ته نه دي رسېدلي.

د امریکې د هوايي پوځ مرکزي کمانډ د ټوېټر دلارې وویل منځني ختیځ ته د صدر بایډن بي ون بي بمبار لېږلو مقصد په سیمه کې اتحادي ملکونو ته د امریکې د ملاتړ ډاډ ورکول وو. هوايي پوځ وویل په دغه پرواز کې د اېټمي صلاحیت بمبار شامل نه و.