روابطو بهتر کولو د پاره د امریکا، افغانستان او پاکستان پوځي مشرانو غونډه

د کابل غونډه کې د افغان ډلې مشري د افغان پوځ مشر جنرل شیر محمد کریمي ووکړې

د افغانستان او پاکستان د پولې پورې راپورې غاړه د ځواکونو په منځ کې روبطو بهتر کولو او د پولې دواړو طرف ته د روانو پوځي عملیاتو جاج اخستلو د پاره د پاکستان پوځ مشر جنرل اشفاق پرویزکیاني، افغانستان کې د ائیساف ځواکونو موقتي مشر لیفټیننټ جنرل نکولس کارټر او د افغان پوځ مشر جنرل شیر محمد کریمي کابل کې غونډه کړې ده.
د پاکستان د پوځ د طرفه شائع شوې یوه اعلامیه کې وویل شوې درې اړخیزه مکانزم د لاندې د کابل غونډه په دې حواله هم اهمه وه چې پکې یو دستاویز لاس لیک شوی چې ترمخه به يي د افغانستان او پاکستان په پوله روابطو کې بهتري راوستلی شي.
بیان وايي غونډه کې برخه اخستونکو چارواکو کال ٢٠١۴ کې افغانستان نه د خارجي جنگي ځواکونو د بیرته تگ ورستو افغان امنیتي ځواکونو ته د هیواد د امنیت ذمه وارۍ د سپارلو په عمل هم خبرې اترې ووکړې او په دې لړ کې يي په مامله هم غور ووکړو چې د کال ٢٠١۴ او ددې نه ورستو افغانستان او پاکستان څه رنگ په خپل مشترک سرحد د رابطو ښه نظام پرځائې کولی شي.
د غوننډې په مهال افغانستان، امریکا او پاکستان په دې خبره اتفاق ترلاسه کړو چې د پولې پورې راپورې کامیابۍ، امن او ثبات د پاره به درې اړخیزه همکاري جاري ساتلی شي.
د درې اړخیزه غونډې وړاندې، د پاکستان پوځ بیان وايي، جنرل اشفاق پرویز کیاني کابل کې د افغان صدر حامد کرزي سره هم ولیدل او د مشترکه مفاداتو په موضوع يي خبرې اترې ووکړې.