صدر حامد کرزي وايي امریکا د قیدیانو د لوظنامې خلاف ورزي کړې

د افغانستان صدر حامد کرزي په امریکا تور لگولی دی چې د افغانستان سره شوې د هاغه لوظنامي خلاف ورزي يي کړې ده چې ترمخه به يي ٣٠٠٠ قیدیان چې دا وخت په یو لانجمن پوځي زندان کې پراته دي افغان حکومت ته سپارلی کیږي.
د سپټمبر په میاشت کې امریکا په رسمي توگه د باگرام قیدخانه افغان حکومت ته وسپارله. په هاغه وخت صدر کرزي ددغه گام هرکلی کړی وو او دا يي د افغانستان د خپل واکۍ د پاره یوه غټه گټه گرځولې وه.
خو د اتوار په ورځ کابل کې د یوې غونډې په مهال صدر کرزي وویل هغه د مشر سرکاري وکیل او د عسکري پولیس مشر د طرفه داسې رپورټونه اوریدلې دي چې هلته اوس هم داسې قیدیان بند دي چې معصوم گڼلی شوې دي او امریکائي ځواکونه اوس هم د افغانستان سره شوې معاهدې په خلاف ورزۍ خلک زندان ته اچوي.
صدر کرزي موجوده وضعه د امریکې او د افغانستان ترمنځ شوې د معاهدې سنگینه خلاف ورزي ووگرځوله.
د صدر کرزي د طرفه جاري شوې یو بیان وايي د دفاع وزیر، مشرسرکاري وکیل او د باگرام زندان مشر ته دا کار سپارلی شوی چې د زندان چارې او واک اختیار د افغان حکومت لاسو ته راوستلو د پاره ټول گامونه پورته کړي.
د صدر کرزي وینا په حقله د امریکې د طرفه په سمدستي توگه څه رد عمل نه دی ښودلی شوی.