افغانستان کې د سړک د غاړې بم ١ د نیټو عسکر وژلی

A demonstrator throws rocks at police outside the central train station, during protest against the increase on bus fares in Rio de Janeiro, Feb. 6, 2014.

د افغانستان په جنوب کې د سړک په غاړه د بم چاؤدیدو په نتیجه کې د نیټو یو عسکر وژل شوی دی.
افغانستان کې میشته نړي وال ائتلاف آئیساف خپل یو بیان کې د نیټو دعسکر د وژنې تصدیق کړی دی خو د وژل شوې عسکر د قامیت په حقله يي نور څه تفصیلات نه دي وړاندې کړي. بیان کې دا معلومات هم نه دي ورکړی شوې چې د سړک د غاړې بم د جنوبي افغانستان په کومه سیمه کې خلاص شوی دی.
د سړک په غاړه د بم چاؤدیدو جنوبي افغانستان کې ورستۍ پیښه په داسې مهال رامنځته شوې ده چې افغانستان کې د ملگرو ملتونو مشن په طالبانو غږ کړی چې دداسې قسم بمونو د استعمال نه دې ډډه ووکړي.
افغان او نیټو چارواکې د سړک په غاړه ایښودل شوې بمونو ته ائي ايي ډیز وايي یعني د کور جوړ چاؤدیدونکې مواد.
ملگرو ملتونو ویلي د ائي يي ډیز د لاسه زیاتره ملکي کسان وژل کیږي او په تیرو نهه میاشتو کې د ائي ايي ډیز د لاسه د ملکې کسانو په وژنه کې ٣٠ فیصد زیاتوالی شوی دی. یو ناما ویلي په تیرو نهه میاشتو کې ائي ايي ډیز د لاسه ٣۴٠ کسان وژل شوې او ٥٩٩ نور زخمیان شوې دي.