دپاکستاني طالبانو تحريک دزيارت په ورځ ددغه هيواد دراتلونکي متوقع وزيراعظم ميا نواز شريف له لوري طالبانو سره دجوړجاړي وړانديز گټور گرځولى اؤ وائي که حکومت اؤ پوځ دچل ول څخه پاکې په راستۍ خبرې کول غواړي نو طالبان به دخبرو څخه ډډه ونۀ کړي.
خو په عين حال کې طالبانو دزيارت په ورځ کوئټه کې دشوې بمي چاؤدنې پړه هم په غاړه اخستې ده.
دزيارت په ورځ دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان دټيلي فون له لارې ميډيا ته وئيلي دي طالبانو دشروع څخه مقصدي اؤدنيک نيتۍ خبرو ته چمتو والى ښودلى.
طالب وياند وويل په پاکستان کې دانتخاباتو څخه وروستو چې کوم نوى حکومت جوړيږي، که هغه دامن په قيام کې مخلصه وي اؤ په ريښتوني ډول خبرو ته کښيني نوطالبان دغسې خبرو ته کښيناستو کې هيڅ حرج نۀ گڼي.
هغه وويل خبرو ته که نواز شريف راوړاندې کيږي ، عمران خان يا که پوځي مشران طالبان ورسره خبرو ته تيار دي ، خو شرط به دا وي چې دغه خبرې دچل ول په بنياد نۀ بلکې دزړۀ څخه وي.
هغه وويل نواز شريف چې اوس اوس دامن دخبرو کوم وړانديز کړى ، دطالبانو مشران دهغې په اړه پخپله تگلارې جوړولو مشغول دي.
طالب وياند دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي دي چې دوه ورځې دمخه دپاکستان مسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف پخپلو څرگندونو کې دامن دقيام دپاره طالبانو ته دخبرو اترو وړاندېز کړى ؤ.
په 11م مئ پاکستان کې دترسره شوؤ انتخاباتو په نتيجه کې په مرکز کې تر ټولو زياتې چوکۍ دنواز شريف گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) گټلي اؤپه خيبرپښتونخوا صوبه کې پاکستان تحريک انصاف دجماعت اسلامي په مرسته دحکومت جوړولو په هڅو بوخت دى.
دپاکستان دتير حکومت په وروستو ورځو کې چې کله په مرکز اؤ صوبه کې طالبانو سره د خبرو هڅې گړندۍ شوې وې ، نو په هاغه مهال دپاکستاني طالبانو تحريک خبرو ته دکښيناستو دپاره دمسلم ليگ(ن)، جماعت اسلامي اؤ جمعيت علماء اسلام مشران په ذمه وارۍ کې غوښتي وؤ.
اوس چې دغه گوندونه پخپله دانتخاباتو په نتيجه کې دحکومت برخه جوړيدونکي دي نو په پاکستان کې مخالف سياسي گوندونه هغوي دطالبانو په ملاتړ تورنوي اؤانديښنه ښائي چې په راتلونکې حکومت کې به وسله وال طالبان نور هم خپلې مخې ته ازاد پاتې شي.
خو ددغو گوندونو مشران موقف لري چې طالبان به دخبرو اترو له لارې دامن قيام ته رابولي.
طالبانو له دې وړاندې څو څو ځل دا خبره هم په ډاگه کړې ده چې په پاکستان کې اصل قوت دپوځ په لاس کې دى اؤ پوځ ته به دمذاکراتو په کاميابولو کې دخپل رول ترسره کولو يعنې دهغوي خلاف دجگړې اودرولو گامونه اخستل وي.
خو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دانتخاباتو څخه دمخه پخپله يوه وينا کې څرگنده کړې وه چې دغه جگړه دپاکستان دسلامتۍ دپاره روانه ده اؤ اوس به ټولو خواؤ ته ددې کشمکش څخه راوتل وي چې ايا دا جگړه دپاکستان خپله ده ، که پردۍ؟