دپاکستاني طالبانو تحريک دخپل دوهم لوړپوړي مشر ولي الرحمان دتيرې شپې په ډرون بريد کې دوژنې دتصديق کولو په ترڅ کې اعلان کړى چې له دې وروستو به دپاکستان دحکومت ، سياسي گوندونو اؤ امنيتي ځواکونو سره هيڅ رقم مذاکراتو اؤ جوړجاړي ته غاړه کښينږدي.
دزيارت په ورځ دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان دنامعلومه ځايې څخه ميډيا سره په ټيليفوني خبرو کې ومنله چې دهغوي دتحريک مرستيال مشر ولي الرحمان دنهې اؤ شورو په مينځ شپه کې دامريکا دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو په يو بريد کې وژل شوى دى.
احسان الله احسان وويل دولي الرحمان دوژنې سره به دهغوي ولولې يا جذبې نۀ سړيږي اؤ خپل مقاومت ته به نور هم په شدت سره دوام ورکړي.
هغه وويل دولي الرحمان دوژنې سره په ډاگه شوې ده چې دپاکستان حکومت ، سياسي گوندونه اؤ امنيتي ځواکونه سيمه کې دروغې جوړې خبرو اؤ دامنيت ټينگښت ته هيڅ تيار نۀ دي ، بلکې يواځې دخلکو دوکه کولو دپاره په خلۀ دروغې جوړې خبرې کوي.
طالب وياند په ډاگه کړه دولي الرحمان د وژنې سره سم هغوي نور دهيچا په دوکه کې نۀ راځي اؤ چا سره به هم خبرو اترو ، جوړجاړي اؤ دامن تړونونو ته غاړه کښينږدي.
هغه دا گواښ هم وکړو چې طالبان به اوس دخپل وژل شوي مشربدل ډير زر اخلي اؤ خپل مقاومت به دوړاندې څخه نور هم څو چنده سيوا کوي.