د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې د ګل، دوشنبې په ورځ نوی اېپ وړاندې کړی، کوم چې به په غېر قانونه توګه امریکا کې مېشتو بهرنيانو ته، د ممکنه ګرفتارۍ او بندي کېدو په ځای "په خپله د وتلو" لاره يا اجازت ورکوي.
دغه اقدام د صدر ټرمپ د ملک څخه ايستلو فشار نور سېوا کوي.
ادارې ويلي، د امریکايي کسټم او پولې د ساتنې اېپ چې د سي بي پي، CBP نوم ورته ورکړل شوی، داسې اپشن وړاندې کوي چې يو څوک د "وتلو اراده" لري.
د امریکې د هوم لېنډ سيکيورټۍ يا کورني امنیت سيکرټري کريسټي نوم ويلي، "دغه اېب غېر ملکيانو ته د امریکې څخه په خپله د وتلو واک ورکوي، چې دوی بيا په راتلونکي کې په قانوني توګه راشي او امریکا کې د پاتې کېدو خوب يې پوره شي".
هغه ویلي، "که څوک داسې ونه کړي دوی به یې ولټوي، بيرته به یې وشړي او هغوی به بيا امریکې ته کله هم رانه شي".
ويل شوي، صدر ټرمپ چې وعده کړې وه، امریکا کې په غېر قانونه توګه مېشت مهاجرين به په زياته شمېره کې اوباسي خو ويل کيږي هغومره نه دي ويستل شوي.
ټرمپ انتظاميې نور اقدامات هم کړي د کومې د لارې چې په غېر قانونه غېر ملکيانو د امریکا څخه ويستلو دپاره فشار اچولی شي.
ویل شوي، د ټرمپ انتظامیې د قاعدې ترمخه د 11م اپرېل څخه، قانوني حيثيت نه لرونکي چې ځان یې رجسټرډ کړی نه وي، د جرمانې او جېل د سزا سره مخ کېدی شي.
سي بي پي هوم د سي بي پي ون په نوم یاد اېپ ځای نيولی کوم چې د بايډن په وخت کې شروع کړل شوی وو، د بايډن وخت کې په دغه اېپ کې دا ځانګړتيا وه چې د مېکسيکو نزدې يو ميلين خلکو ته یې په پوله په قانوني توګه راتک دپاره د خواست کولو وخت ورکولو.
ريپلکن ګوند د بايډن په دغه پروګرام نيوکې کوي چې امریکې ته په غټه کچه راتلونکو ته یې اسانتيا برابره کړې خو د غېر قانونه مهاجرينو مناسب جاج یې نه دی اخستی.
ټرمپ د صدارتي څوکۍ سمبالولو وروسته په يو ساعت کې سي بي پي ون اېپ بند کړی وو، د کوم له امله چې د مهاجرينو ټول عمل ځنډېدلی او راتلونکی یې غېر يقيني شوی دی.
خبر د رويټرز څخه اخستل شوی