افغانستان لپاره د کال ۲۰۱۵ پوری شپاړس بلینه ډالری موجود دی: هیلري کلنټن

د امريکا د بهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن د جاپان په ټوکیو ښار کښې د افغانستان په اړه کانفرنس ته په وینا کښې ويیلی نړی واله ټولنه به د کال ۲۰۱۵ پوری افغانستان له شپاړس بلینه ډالره ورکوی.

میرمن کلنټن یو ځل بیا ددی خبری پخلی کړی چې افغانستان به ا مریکا د ناټو نه بهر هیوادونو کښې نژدې ملګری وی.

د امريکا د بهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن د خالي په ورځ دکابل دغيراعلانيه سفر په مهال افغانستان دامريکا مهم غيرنيټو ائتلافي هيواد گرځولى دى.

د مهم غيرنيټو هيواد په حيثيت به افغانستان ته دامريکا له لوري دوسلو دبرامد او دفاعي څانگه کې مرسته ترلاسه کيږي.

هم په ټوکیو کښې د افغانستان کانفرنس شروع کیدو ورستو د افغانستان صدر ښاغلی حامد کرزي په خپله وینا کښې په هیواد کښې د بډو رشوتونو د مخ نیوی لپاره د حساب کتاب یو ګډ چوکاټ جوړولو وړاندیز هم کړی دی.

ددغی سره به د خه حکومت ، د بډو رشوتونو مخ نیوی کښې مرستی اوشی.

حامد کرزي زیاته کړی د خپل حکومت په پاتی دووه کلونو کښې به خه حکومت، حساب کتاب او خارجی امداد په مناسب او صحیح ځایی کښې لګول دده د حکومت وړومبۍ کوشش وی