ددمشق چاؤدنو کې دمړو شمير83ؤ ته رسيدلى

Syria

دجمعې په ورځ په شام کې دبشري حقونو دتحفظ ډلو وئيلي دي چې تيره ورځ په پايتخت دمشق کې ترسره شوؤ يو شمير بمي چاؤدنو کې خواؤشا 83 کسان وژل شوي دي.
په وژل شوؤ کې زياتره اولسي وگړي دي چې پکې ديو نزدې سکول ماشومان اؤ خواؤشا 17 شامل دي.
په دغو چاؤدنو کې دواکمن گوند دهيډکوارټرز سره نزدې ترسره شوې چاؤدنه کې 60 کسان وژل شوي.
دجمعې په ورځ په شام کې دبشري حقونو دتحفظ ډلو وئيلي دي چې دواکمن گوند Ba'ath دهيډکوارټرز سره دنزدې دسترې چاؤدنې ترڅنگ په شمالي ضلع بارزيح کې هم درې موټري بم چاؤدنې ترسره شوي چې پکې 22 کسان وژل شوي دي، دغلته په وژل شوؤ کسانو کې زياتره عسکر دي.
په دغو چاؤدنو کې په سلگونو کسان ژوبل شوي هم دي اؤ دغه چاؤدنې په تيرو دوؤ کلونو کې په شام کې دترسره شوؤ سترو خونړو چاؤدنو کې شميرلى کيږي.
دشام سرکاري ميډيا دمرکزي دمشق چاؤدنه دترهه گرو فعاليت گرځولى ، دغه چاؤدنه دالمزرا سره نزدې شوې ده.
دزيارت په ورځ دشام حزب اختلاف په قاهره کې دصدربشارالاسد دحکومت سره په ممکنه خبرو اترو کولو يوه غونډه هم کړې ده.
دشام حزب اختلاف دهاغو حکومتي چارواکو سره دخبرو اترو وړانديز کړى څوک چې داولسي وگړو په وژنه کې ککړ نۀ وي، دصدر بشارالاسد حکومت وئيلي دي چې اپوزيشن سره خبرو اترو ته چمتو دى، خو بايد په دغه اړه دوړاندې څخه شرطونه کيښنښودل شي.