دمشق کې د حکومت او مخالفینو په منځ کې جگړه

د شام د حکومت مخالفین وائي د هیواد سرښار دمشق کې په دریمه ورځ هم د حکومتي ځواکونو او باغیانو په منځ کې نخښتې روانې دي چې په ښار کې د صدر بشارالسد خلاف د راپاریدلې بغاوت تر سخته جگړه گڼلی کیږي.

په انټرنیټ لگول شوې دمشق کې د جگړې ویډیو کې لیدل کې چې د ښار اوسیدونکې د بې امنۍ په وجه د ښار نه بهر روان دي خو په ویډیو کې د لیدل شوې مناظرو په ازاده توگه تصدیق نه دی شوی.

دمشق کې جگړه په داسې مهال روانه ده چې په ملگرو ملتونو کې د شام د صورتحال په حقله په دواؤ مختلفو قراردادونو بحث کول شي.

برطانیه، فرانس، جرمني او امریکا د یو داسې قرارداد ډله کوي چې شام کې د ملگرو ملتونو د مبصرینو مشن دې څو ورځې نور هم په شام کې ووساتلی شي او د بشارالسد خلاف دې پابندۍ وولگولی شي. خو روس وائي د ملگرو ملتونو مشن دې زیات کړی شي خو د شام خلاف بندیزونو نه دې ډډه ووکړی شي.

د ملگرو ملتونو عمومي سکتر بان کې مون دا وخت د چین په سفر دی او د ملگرو ملتونو استازی کوفي انان په ماسکو کې د روسي صدر ولادی میر پوټن سره د شام په حالاتو د خبرو اترو د پاره موجود دی.

روس او چین په تیر وختونو کې د شام خلاف د سختو بندیزونو د پاره قرارداد رد کړی دی.

دمشق کې د روانې جگړې په حقله رپورټونه وائي حکومتي ځواکونو د مخالفینو خلاف په بمبارۍ کې هیلې کاپټرې هم استعمال کړې دي.

د امریکې ایسو سې ایټډ پریس خبري ادارې خپل رپورټ کې د شام حکومتي چارواکو د قوله وئیلي حکومتي ځواکونه د ترهگرو تعقب کوي خو د حکومت مخالفینو دمشق کې جگړه یوه اتش فشا گرځولې ده.