يخ کالام بيا سيلگرو گرم کړى دى

A Sukhoi SU-35 fighter jet performs during a demonstration flight at the MAKS International Aviation and Space Salon in Zhukovsky outside Moscow, Russia.

د پاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت دجنگ ځپلې سيمې سوات تر ټولو پرفضاء او يخې سيمې کالام کې دامن ميله په پوره زور او شور سره پيل شوې ده او په دغه ميله کې دپاکستان دبيلا بيلو سيمو څخه په زرگونو سيلگران او سيمه ييز خلک برخه لري.

کالام دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد څخه دشمال ختيز په لوري د254 او دخيبرپښتونخوا ددارالحکومت پيښور څخه د266 کلو ميټره په فاصله پرته هاغه ښکلې سيمه ده چې دټولې نړۍ دسيلگرانو پام يې ځان ته راگرځولى دى.
په دغه سيمه کې ددسمبر دمياشتې څخه دواورې وريدل پيل شي او داپريل پورې دواورې وريدنې دغه لړۍ دوام لري.
دمارچ دمياشتې پورې دکالام لارې کوڅې ، کورونه بازارونه او غرونه دواورو سپين څادر واغوندي او دغه سيمې ته دواورو دليدلو دپاره سيلاني ورمات شي.
دتيرو دوؤ کالو په موده کې چې کله په سوات کې دياغي طالبانو او تندلارو وسله والو فعاليتونو زور ونيولو او وروستو امنيتي ځواکونو دهغوي په ضد عمليات پيل کړل نو دټول سوات په څير چې ورته وړوکى سوئزرلينډ هم وئيلى شي دکالام سيمه هم دسيلگرانو دنظره پناه شوه.
کالام چې دهوټلونو په ښار ياديږي دغلته لږ ترلږه 300 هوټلونه ودان دي چې هوړى، ژمى به دغه هوټلونه دسيلگرانو څخه ډک وؤ خو دتيرو دوؤ کالو داړي گړي په موده کې دسوات دنورو سيمو په څير دکالام دغه ښکلي هوټلونه هم شاړ شوي وؤ.
دپاکستان دحکومت او پوځ لخوا په سوات سيمه کې دطالبانو په ضد دبرياليو عملياتو څخه وروستو د29 جون څخه په سوات او کالام کې دامن دميلې په نوم ديو جشن تابيا نيول شوې چې ددغه ميلې لمړى پړاؤ دسوات په سرښار مينگوره کې ترسره شو او دويم پړاؤ يې داتوار دورځې څخه په کالام کې پيل شوى دى.
په کالام کې پيل شوې دغه ميله به تر 18 جولا ئي پورې دوام لري.
ددغه ميلې دجوړولو مقصد دسيمې خلکو ته دامن احساس ورکول او سيلگري يو ځل بيا دسوات شنې فضاء او دکالام يخ موسم څخه خوند اخستو ته تشويقول دي.
په کالام کې دپيل شوې دغه ميلې تابيا دپاکستان پوځ او سيمه ييزو خلکو په گډه کړې ده.
په ميله کې دسيمه ييزو مصنوعاتو دنندارې ترڅنگ باديوې الوځول ، مشاعره ، سيمه ييز رقص ، دموټرو زغلول، جوکر شو،دکرکټ او والي بال پينل ، ټيبل ټينس ، دغرونو څخه په چترۍ ټوپ وهل او په پړو دځوړنديدلونندارې کيږي.
ددې ترڅنگ په دغه ميله کې دټنگ ټکور او دټوقو ټقالو پروگرامونه هم ښودل کيږي.
دگل په ورځ دکالام دسيند دبره دغرۀ په څر په يوه لويه ميدانۍ جوړې شوې دغې ميلې ته دکالام داوسيدونکو او سيلگرانو يوه لويه ډله چې په زرگونو کسان پکې راغونډ شوي وؤ، دريلۍ په شکل ورغلل.
په دغه موقع خلکو دامن او پاکستاني پوځ په پلوۍ شعارونه ورکړل.
دريلۍ څخه وروستو دميلې په مقام دسيمه ييزو خلکو او ميلمنو يوې درنې دستورې ته دخيبرپښتونخوا دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وزير ايوب اشاړي وينا وکړه او وې ويل دپاکستان امنيتي ځواکونو دسيمه ييزو خلکو په همکارۍ دسوات سيمه دتندلارو څخه پاکه کړې او اوس سيلگري په ډاډه زړۀ کالام او دسوات نورو سيمو ته ورتللى شي.
ښاغلي اشاړي وويل دسوات خلک ميلمه دوسته دي او کله هم دتندلارو او ترهه گرو طرفداري نۀ کوي ، همدغه وجه ده چې دخپل پوځ سره په گډه يې خپل سيمه دتندلارو څخه خالي کړه او امن يې وگټلو.
هغه دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دپاک پوځ دکردار ستائينه وکړه او وې ويل دامن دټينگښت په کار کې ټول خلک دخپلو پوځيانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
دغه ميلې ته دپاکستان دگوټ گوټ څخه په دومره لويې شمير سيلگري ورغلي دي چې دکالام په دريوؤ سوؤ هوټلونو کې ځينو سيلگرانو ته دشپو تيرولو دپاره کمرې هم نۀ ترلاسه کيږي.
دکالام دهوټلونو دسازمان صدر ډاکټرودود ډيوه ريډيو ته وويل په کالام کې دامن دميلې څخه ثابته شوه چې دکالام خلک او دپاکستان اولس امن غواړي .
هغه وويل دطالبانو دپاڅون سره دکالام هوټلونو او عامو وگړو ته داربونو روپو زيان اوښتى ؤ.
دهغه وينا وه ددغه پاڅون له امله کالام دسيلگرۍ په مد کې 50 کاله په شا تلى ؤ خو دامن داوسنۍ ميلې سره دخلکو دامن هيلې دومره تاندې شوي چې مونږ وئيلى شو کالام دسيلگرۍ په مد کې 50 کاله په وړاندې زغل وکړو.