د سیندۍ ژبې مشهور مزاحمتي او انقلابي شاعر، لیکوال، سیاسي اؤ مدني فعال ډاکټر آکاش انصاري د شنبې- خالي د ورځې په سهار د هغه په کور لګېدلي اور کې سوځېدلی اؤ مړ شوی دی.
د پاکستان د سرکاري خبري شبکې 'ایسوسي ایټډ پریس اف پاکستان د خبر له مخې، د هغه کور د حېدر اباد په هیپي هوم سوسایټي کې ؤ اؤ اور پرې د بجلۍ د شارټ سرکټ له امله لګیدلی چې پکې هغه پخپله اؤ یو زوی یې سوځېدلي وؤ.
آکاش انصاري ددغه اور په لمبو کې په موقع مړ شوی ؤ اؤ زوی یې په مرګوني حالت کې روغتون ته منتقل کړل شوی دی.
د اې پي پي په رپورټ کې ویل شوي چې ډاکټرانو د آکاش انصاري مړی د هغه وارثانو ته سپارلی چې وروسته د تدفین لپاره د هغه پلرنۍ سیمې بدین ته استول شوی.
د انصاري زوی، لطیف، خبریالانو ته وویل، کله چې د سهار 8:30 بجې یې د لوګي بوی محسوس کړ، نو یې هڅه وکړه چې د پلار کوټه خلاصه کړي، خو دروازه له دننه قلف وه. د کوټې کیلي د موټر چلوونکي سره وه، او کله چې دروازه یې خلاصه کړه، اور لا زیات شوی و.
د پېښې ځای د پولیسو لخوا سیل کړل شوی، او د پولیسو په غوښتنه د ډاکټر عمران خواجه لخوا د انصاري پوسټ مارټم ترسره شو.
د حېدرآباد د پولیسو مشر، ډاکټر فاروق علي، وویل چې انصاري پخوا په 2024 کې د خپل رضاعي زوی پر ضد د درغلۍ مقدمه درج کړې وه.
پولیس اوس دا ارزوي چې آیا دا یوه طبیعي پېښه وه او که پکې د قتل څه نخښې شته. که د قتل شواهد ترلاسه شي، نو مقدمه به د پاکستان د پینل کوډ (PPC) د 302مې مادې لاندې درج شي. که نه، نو د قانون د 174مې مادې له مخې به د قضیې راپور مجسټرېټ ته واستول شي.
ډاکټر اکاش انصاري څوک ؤ؟
ډاکټر آکاش انصاري په دسمبر کال ۱۹۵۶ کې د بدین ضلعې په یوه کلیواله سیمه کې زېږیدلی ؤ ، د هغه خپل نوم الله بخش ؤ اؤ قلمي نوم یې آکاش اېښی ؤ.
هغه د خپل کلي بدین څخه د منځنیو زده کړو وروسته په کال ۱۹۸۴ کې د لیاقت میډیکل کالج څخه د ایم بي بي ایس ډګري اخستې وه اؤ د طب په څانګه کې یې د یو ډاکټر په توګه خدمات ترسره کول.
ادبي هلې ځلې
د ډاکټر اکاش انصاري د شاعرۍ دوه کتابونه ’ادھورا ادھورا‘ اور ’کیسے رہوں جلا وطن‘ د سیندي ادب په مشهورو کتابونو کې شمیرل کیږي چې ژباړې یې په انګریزۍ اؤ نورو ژبو هم شوې دي.
هغه زیات شهرت پخپله مزاحمتي شاعرۍ ترلاسه کړی ؤ، مدام به یې د وخت د واکمنانو پر ضد مزاحمتي شاعري کوله اؤ حتی د ضیاء الحق په مارشلایي دوره کې یې هم خپلې مزاحتمي شاعرۍ ته دوام ورکړی ؤ.
ډاکټر اکاش انصاري پخپله مزاحمتي شاعرۍ کې د وطن په عدالتي اؤ د انصاف په نظام هم نیوکې کولې اؤ د هغه یو شمیر رومانوي سندرې اؤ غزلونه ګڼو هنرمندانو د موسیقۍ سره هم ویلي دي.
آکاش انصاري له سیاسي پلوه د رسول بخش پلیجو د عوامي تحریک سره تړلی و، او وروسته یې په 1990 لسیزه کې سیاست پرېښود. هغه د شاعرۍ ترڅنګ، د بدین په یوه ټولنیزه خیریه اداره کې هم کار کاوه.
د سیند صوبې وزیراعلا ، د کلتور وزیر اؤ ګڼو نورو سیاسي اؤ ادبي شخصیاتو د اور په پېښه کې د ډاکټر اکاش انصاري په مړینه د خفګان څرګندونه کړې اؤ د هغه مړینه یې د سیندي ادب لپاره یو ستر زیان بللی دی.