دپاکستان دابادۍ په لحاظ سره دترټولو سترې صوبې پنجاب اسمبلۍ کې دمسلم ليگ(ن) اميدوار ميا محمد شهباز شريف په دريم ځل ددغه صوبې وزيراعلي ټاکل شوى دى.
ميا شهباز شريف دپاکستان دنوي ټاکل شوي وزيراعظم کشر ورور دى اؤ دهغه دټاکنې څخه وړاندې ميا نواز شريف هم دپاکستان په تاريخ کې په ړومبي ځل په دريم کرت وزيراعظم ټاکل شوى دى.
دزيارت په ورځ دپنجاب اسمبلۍ غونډه کې دوزيراعلي دټاکنې په مهال شهباز شريف 300 ووټونه ترلاسه کړي اؤ دهغه مخالف دپاکستان تحريک انصاف اؤ مسلم ليگ(ق) گډ اميدوار محمودالرشيد 34 ووټونه اخستي.
دوزيراعلي منتخب کيدو وروستو صوبائي اسمبلۍ ته پخپله وينا کې شهباز شريف وويل داليکشن دتيريدو وروستو اوس دکار وخت راغلى دى.
هغه وويل دلوډشيډنگ دختميدو پورې به په قلاره نۀ کښيني اؤ حکومت اؤ مخالفې سياسي ډلې ته به په شريکه هيواد دتيارو څخه ويستل وي.
وزيراعلي شهباز شريف وويل دبجلۍ دپيدا کيدو چې کومې موقعې شته ، هغه به استعمالوؤ ، ځکه چې دبجلۍ دنشتوالي له امله صنعت اؤ دکرکيلې څانگو ته زيان اوښتى.
هغه وويل دبجلۍ دغلا دمخنيوي لپاره چې کوم گامونه ضروري وي هغه به اخستى شي ، ځکه چې ددې سره 207 اربه روپۍ بچ کيدى شي.
هغه وويل دتعليم پرته يو قام دترقۍ سوچ هم نۀ شي کولى اؤ زميندارانو ته به په اسانۍ سره دشمسي انرژۍ ټيوب ويلې ورکوؤ.
شهباز شريف ميا محمودالرشيد ته دحزب اختلاف دمشر په جوړيدو مبارکي ووئيله.
دپنجاب اسمبلۍ د371 چوکو په ايوان کې (ن) ليگ درې سوه اؤ پينځه چوکۍ گټلې وې ، چې په دغه اساس دوړاندې څخه دشهباز شريف دوزيراعلي جوړيدو امکانات روښانه شوي وؤ.