روسیه او پاکستان د افغان ځواکونو په تربیه زور ورکړی

روسیه او پاکستان د افغان ځواکونو په تربیه زور ورکړی

روس او پاکستان د جمعې په ورځ خپل یو شریک بیان کې افغانستان کې د ناټو په مشرۍ کې جنگیدونکي ایتلافي ځواکونو ته په کلکه سره وئیلي چې افغانستان نه د وتو د خپلې منصوبی مکمل کیدو وړاندی د افغان ځواکونو د روزنی عمل تیز کړي.
د تاجکستان په پایه تخت دوشنبې کې د جمعې په ورځ د پاکستان ، افغانستان ، روسیه او تاجکستان د مشرانو په سرمشریزه غونډې وروسته جاري کړل شوي بیانیه کې ویل شوي چې افغانستان کې د بهر ملکی ځواکونو کې کمی سره سم د افغان عسکرو ته د تربیی عمل په مناسب ډول سر ته ورسول شي.
په څلور ملکي سرمشریزه غونډې کې د روسیه صدر ډمېټري ميدودوف د پاکستان صدر اصف زرداری ، افغان صدر حامد کرزی او کوربه تاجکستان صدر امام علی رحمانوف گډون کړی دی. څلور واړو هېوادونو مشران په دی هم صلاح شوي چې د تندلاریتوب او مخداره موادو قاچاق ختمولو کې به د یو بل سره همکاري کوي