دپوسټ مارټم راپور : کامران فيصل خودکشي کړې وه

Kamran Faisal

دکرايې دبجلي گهرونو تړونونو کې دبدعنوانۍ پلټنې کوونکي دقومي احتساب بيوروديوې ډلې دوژل شوي تفتيشي افسر کامران فيصل دابتدائي پوسټ مارټم راپور ترمخه هغه خودکشي کړې وه خو دهغه کورنۍ دهغه په مړي دتشدد دنخښو موندل کيدو ادعا کړې ده.
داسلام اباد دپولي کلينک هسپتال وياند شريف استوري وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې دکامران فيصل دپوسټ مارټم کوونکو ډاکټرانو دپينځۀ کسيزې ډلې دابتدائي راپور ترمخه هغه خودکشې کړې وه.
وياند وائي چې دهغه په بدن کوم زخم نۀ ؤ او نۀ هم کومې نورې (دتشدد) نخښې نو ځکه مونږ گڼو چې هغه خودکُشي کړې وه او دهغه مرگ دچا دتشدد له امله نۀ دى رامينځته شوى.
شريف استوري وويل غوڅ راپور به دفرانزک ټيسټ څخه وروستو مخې ته راځي چې په هغې کې دهغه په وينا دپينځوؤ څخه تر لسو پورې ورځې لگيدلى شي.
دکامران فيصل دکورنۍ غړي دعوه کوي چې دهغه په بدن دتشدد نخښې وې او دهغه پلار ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې داصلي حقيقتونو معلومولو لپاره بايد جوډيشل انکوائري وشي.
دحساب کتاب قومي اداره نيب کې کامران فيصل داسسټنټ ډائريکټر عهده لرله او دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دخپل کوردننه دهغه مړى موندل شوى ؤ.
دکامران فيصل گاونډيان وائي چې هغه درينټل پاور کيس دپلټنو لهامله دذهني فشار سره مخ ؤ خو دهغه دکورنۍ دغړووينا ده چې کامران دمضبوطو اعصابو مالک ؤ، چې دفشار له امله يې دخودکشۍ لاره نۀ شوه خپلولې.
دکامران فيصل مړى په داسې حال کې موندل شوى چې سترې محکمې نيب ته امر کړى درينټل پاور کيس کې دې دنومول شوؤ کسانو په ضد کارروائي وکړي اؤ په دغو کسانو کې دپاکستان موجوده وزيراعظم راجه پرويز اشرف هم شامل دى.
دپاکستان ستره محکمه کې دزيارت په ورځ ديوې مقدمې داوريدنې په مهال دقومي احتساب بيورو چئيرمين فصيح بخاري محکمې ته وئيلي وؤ درينټل پاور کيس دکوم راپور په اساس چې دوزيراعظم راجه پرويز اشرف او نورو 15ؤ ملزمانو دنيولو امر جاري شوى هغه ناقصه دى او که چرې دهغې په اساس ددغو کسانو په ضد کارروايۍ پيل شوه نو هغوي به خوشې شي.
سپريم کورټ دنيب راپور رد کړى اؤ ددغه ادارې مشر ته يې امر کړى چې هغه دې په 23مه جنورۍ ددغه مقدمې دراتلونکې اوريدنې په مهال پلټنو کې دشوي پرمختگ ريکارډ عدالت ته وړاندېکړي.