امريکائي سفير وائي سوات کې به دسيلگرۍ دودې لپاره کار مرسته دوامداره وي

Richard Olson US Ambassador

پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن وئيلي دي چې د2010م څڅه وروستو دامريکا په مرسته دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې سيلگرۍ يوځل بيا وده موندلې ده اؤ دمعيشت دبحالۍ لپاره به سوات کې دامريکا همکاري دوامداره وي.
په امريکائي مرستې سره سوات کې دهوټلونو اؤ فشري صنعت دبحالۍ په حواله اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال رچرډ اولسن وويل دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ 65 کلنې پياوړې اړيکې موجود دي اؤ اوس مهال امريکا پاکستان کې دانرژۍ، تعليم کميونټي دټولنې دپرمختيا اؤ روغتيا په څانگو کې دښه والي لپاره کار کوي.
دامريکا په مرستې سره سوات کې 239 هوټلونه اؤ 22 فشري فارمز بحال کړل شوي اؤ دسيلگرۍ دبحالۍ سره سيمه ييزو خلکو ته دروزگار اسانتياوې ترلاسه شوي دي.
په دغه دستوره کې موجود دخيبرپښتونخوا گورنر انجنئير شوکت الله خان وويل دامريکا په مرستې سره سوات کې دمعيشت بحالي ممکن شوې اؤ دترهه گرۍ اؤ سيلاب له امله بې کوره شوي دوه ملينه ځپلي خلک خپلو کورونو ته بيرته تللي دي.