د پاکستان نوې وزیراعظم راجه پرويز اشرف څوک دى؟

د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ کې د واکمن پيپلز گوند او ائتلافي گوندونو نومول شوې کاندید راجه پرويز اشرف د وزيراعظمۍ ټاکنې گټلي دي.
راجه پرویز اشرف چې د پاکستان د25م وزيراعظم په توگه یې څوگند پورته کړې دې د هغه تعلق
د پاکستان د پينډۍ ښار د گوجرخان د مندرې سيمې سره دی.
راجه پرويز اشرف په 26م دسمبر کال 1950م کې دسندهـ صوبې په سانگهړ ضلع کې زيږيلى ؤ.
په 1970ء کې دسندهـ پوهنتون څخه دگريجويشن وروستو هغه گوجرخان سيمې ته منتقل شو او هم ددغه ځايې څخه يې دخپل سياسي کيرئيرپيل وکړو.
دراجه پرويز اشرف نوم په سياست کې په ملکي کچه هاغه وخت مخې ته راغلو کله چې هغه د کال 2002 م په ټولټاکنو کې دقومي اسمبلۍ داين اى 51 څخه برخه واخسته او بريالى وگرځول شو.
له دې وروستو دکال 2008م په عامو انتخاباتو کې هغه هم ددغه حلقې څخه يو ځل بيا وټاکل شو او قومي اسمبلۍ ته ورسيدو.
دراجه پرويز اشرف شمير په پينډۍ ښار کې دپيپلز پارټۍ په سترو مشرانو کې کيږي.
هغه په 31م مارچ کال 2008م کې دپخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني په کابينه کې داوبو او بجلۍ دوفاقي وزير په توگه متعارف کړل شوى ؤ.
هغه په دغه څوکۍ د9مې فرورۍ کال 2011م پورې پاتې شو.
دهغه دوزارت په مهال دکرايې دبجلي گهرونو اسکينډل مخې ته راغلى او په هغه په منصوبو کې درشوت اخستو تور هم ولگول شو، وروستو سترې محکمې په دغه اسکينډل کې راجه پرويز اشرف ککړ وگرځولو.
هم ددغه اسکينډل په وجه راجه پرويز اشرف څخه قلمدان بيرته واخستل شو خو وروستو په کابينې کې پراختيا وکړل شو او هغه دانفارميشن او ټيکنالوجۍ وزير جوړ کړل شو.
د پاکستان دپخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دنااهله گرځولو کيدو پورې راجه پرويز اشرف په دغه عهده برقراره ؤ