کوئټه : نښته کې ددوؤ ترهه گرو په گډون څلور کسان مړۀ،16 عسکر ژوبل

دپاکستان دبلوچستان صوبې دسرښار کوئټې په خروټ اباد سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ ترهه گرو ترمينځ نښته کې ددوؤ جنگيالو يوې ميرمنې اؤ يو ماشوم پشمول څلور کسان وژل شوي اؤ 16 عسکر ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي دغه نښته دشورو اؤ زيارت په مينځ شپه کې شوې ده.
دسرچينو ترمخه خروټ اباد سيمه کې دترهه گرو له لوري په پوليسو دوه لاسي بمونه وغورځول شول اؤ ناتاره ډزې پرې هم وکړل شوې ، چې له هغې وروستو پوليسو دغه سيمه پخپله ولقه کې واخسته اؤ دايف سي ځواکونه اؤ نورې قانون نافذکوونکې ادارې هم سيمې ته ورورسيدې.
دسرچينو له مخې وروستو دترهه گرو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ ناتاره ډزې ونښتې چې په هغې کې دوه ترهه گر وژل شوي اؤ 16 عسکر ژوبل شوي دي.
دکوئټې دانوسټي گيشن ډي ائي جي سيد احمد مبين خبريالانو ته وئيلي دي پوليسو چې کله دترهه گرو څخه گيره واچوله نو هغوي کې دوؤ کسانو ځانونه په بارودو والوځول.
دپوليسو دغه مشر وائي په پيښه کې ژوبل کسان دکوئټې پوځي روغتون ته رسول شوي دي.
دغه نښته په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې دنوي حکومت جوړيدو مرحله سرته رسيدونکې ده اؤ ددغه هيواد نوي ټاکل شوي وزيراعظم ميا نواز شريف هيله ښودلې چې په بلوچستان کې په ړومبي ځل داولس استازي گوند ته داقتدار ورکولو سره به په بلوچستان کې دبدامنۍ مخه تر ډيره حده ونيول شي.
بلوچستان دپاکستان هاغه ناقلاره صوبه ده، چرته چې دتيرو څو کالو راهسې دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ ، نښتې روانې دي.
دبلوچستان مسئله نۀ يواځې په پاکستان کې يو نازک رُخ اختيار کړى، بلکې په تيره موده کې په نړيوال کچ هم دغه مسئله راپورته کړل شوې وه.
دپاکستان حکومت اؤ امنيتي ځواکونه وائي دغلته ورانکاري دبهرنو قوتونو په اشاره په جنگونو بوخت دي، خو دبلوچستان قام پرسته قوتونه تور لگوي چې حکومت دبلوچستان صوبه محرومه ساتلې اؤ پخپلو وسائيلو ورته هيڅ حق نۀ ورکوي.