دپاکستان دبلوچستان صوبې په سرښار کوئټه کې ديوې بمي چاؤدنې له امله د8ؤ پوليس عسکرو پشمول 12 کسان مړۀ اؤ 21 نور ژوبل شوي دي.
دکوئټې دپوليسو مشر يا ډي ائي جي فياض سنبل خبريالانو ته وئيلي دي چې دغه چاؤدنه دريموټ کنټرول په ذريعه دښار په په ختيز سړک شوې ده چې نخښه يې دپوليس گاډى ؤ.
دپوليسو مشر په دغه بمي حمله کې داتوؤ پوليسو اؤ څلورو عامو وگړو دوژل کيدو پخلى کړى دى.
دپوليسو مشر خبريالانو ته دا هم وئيلي دي چې ورانکارو چاؤديدونکي مواد په يو گاډي کې ايښي وؤ اؤ هاغه گاډى يې دسړک په غاړه اودرولى ؤ، کله چې دپوليسو گاډى په سړک تيريدو نو دريموټ په ذريعه دغه بارود وچول شول.
چاؤدنه دومره زورداره وه چې له امله يې خواؤ شا ودانۍ اؤ گڼ شمير گاډي هم تباه شوي دي.
دبمونو شنډونکو پوليسو يو مشر وائي په دغه بمي حمله کې لږ ترلږه دوه منه بارود کارول شوي دي.
ژوبل کسان دعلاج دپاره نزدې هسپتال ته رسول شوي دي.
په پاکستان کې په يوولسمه مئ دعامو انتخاباتو ترسره کيدو وروستو يو ځل بيا په امنيتي ځواکونو دحملو لړۍ چټک شوې ده.
دغه بريدونه په داسې حال کې کيږي چې په پاکستان کې لا نوي منتخب حکومت دچارو واگې پخپلو لاسو کې نۀ دي اخستي، خو په حکومت کې متوقع راتلونکو گوندونو دپاکستاني طالبانو سره دجوړجاړي هڅې پيل کړي دي.