لندن: د برطانيې جنگي جهازونو دپي ايي اى دمسافرو جهاز کوز کړى دى

دبرطانيې جنگي جهازونو دجمعې په ورځ دپاکستان دهوايي کمپنۍ پي ايي اى دمسافرو يو جهاز د هوا څخه د لندن په هوايي ډگر زمکې ته کوز کړى اؤ په دغه جهاز کې ناست دوه مسافريې پخپله ولقه کې اخستي دي.
دپي ايي اى دغه جهاز چې خواوشا 297 مسافر پکې سوارۀ وؤ د لاهور څخه مانچسټر ته رسيدلى ؤ چې د برطانيې رائل هوايي ځواکونو په خپله گيره کې واخستو.
په دغه الوتکه کې ناست يو مسافر نعمان رضوي دپاکستان يو شخصي ټي وي چينل ته په ټيلي فون وئيلي دي د جهاز راکوزولو څخه وروستو پوليسو ټول مسافر د جهاز څخه کوز کړل اؤ دهغوئ څخه يې دوه کسان په خپله ولقه کې واخستل .
ددغه پيښې په هکله پلټنې روانې دي اؤ لا تردې دمه نۀ ده په ډاگه شوې چې د کوم امله دغه پاکستانى جهاز کوز کړل شوى.
خو دميډيا ځينې اطلاعات وايي چې په جهاز کې ناستو دوؤ مسافرو د جهاز د عملې سره خلۀ وهلې وه اؤ گواښ يې کړى ؤ چې جهاز به والوځوي چې ددغه گواښ څخه د جهاز کپتان متين صوفي د لندن هوايي ډگر چارواکي خبرکړي وؤ اؤ ددغه اطلاع په اساس برطانوي ځواکونو دپاکستان دغه جهاز په خيريت سره لاندې کوز کړى دى.
کوم مسافر چې برطانوي پوليسو په خپله ولقه کې اخستي دي هغه پاکستاني نژاده برطانوي وگړي ښودل شوي دي