دزيارت اؤ جمعې په مينځ شپه دپيښور دکليوالې متنو سيمې په سره خوره کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان دتندروه وسله والو لخوا شوي راکټي بريد اؤ ډزو کې دوه پاکستاني پوځيان مړۀ اؤ 7 نور ژوبل شوي دي.
امنيتي سرچينو وائس امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې تيره شپه دپاکستاني پوځيانو يو کاروان دکوهاټ څخه دپيښور په لور روان ؤ، چې دمتنو په سره خاوره کې پرې تندروه وسله والو ناڅاپي حمله وکړه.
سرچينې وائي په دغه بريد کې وسله والو دراکټو سره سره دلويو اؤ وړو وسلو ډزې هم کړي ، چې پکې دوه پاکستاني پوځيان مړۀ اؤ 7 ژوبل شوي دي.
دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانگې يا ائي ايس پي ار هم په دغه حمله کې دخپلو دوؤ عسکرو دوژل کيدو پخلى کړى دى.
سرچينې وائي دپوځ په ځوابي ډزو کې تندروه وسله والو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ، خو هغوي خپل مړي دځان سره دشپې په تيارۀ کې وړي دي. په پيښه کې ژوبل کسان دپيښور پوځي روغتون ته رسول شوي چې دغلته يې حالت دخطرې څخه بهر ښودل شوى دى. ددغه نښتې څخه وروستو دمليشې اؤ پوليس په گڼ شمير ځواکونه دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي دي. همدغه راز دمتنو په گلزار چوک سيمه کې دپوليسو په بکتر بند گاډي دوسله والو لخوا شوې حمله کې درې پوليس سخت ژوبل شوي دي، چې دعلاج دپاره نزدې روغتون ته رسول شوي اؤ حالت يې دخطرې څخه بهر ښودل شوىدى.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان دجمعې په ورځ دټيليفون له لارې ميډيا سره خبرو کې په متنو کې په امنيتي ځواکونو دشوؤدغو دواړوبريدونو پړه په غاړه اخستې ده.
دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور سره نزدې په امنيتي ځواکونو دغه بريدونه په داسې حال کې شوي چې شپږورځې وړاندې په دغه هيواد کې دعامو انتخاباتو په نتيجه کې اکثريت موندونکي مسلم ليگ (ن) جمعيت علماء اسلام ، تحريک انصاف اؤ جماعت اسلامي دطالبانو ملاتړ سياسي گوندونه گڼل کيږي اؤ ځينې مبصرين په دې پيشين گويو بوخت دي ، چې په مرکز اؤ خيبرپښتونخوا کې دطالب پلوه سياسي قوتونو اقتدار ته درسيدو سره به په امنيتي ځواکونو حملو اؤ ځانمرگي بريدونو کې کمى وليدل شي.
خو ځينې څيړونکي بيا وائي په پاکستان کې دفيصلې اصل واک ددغه هيواد دطاقتور پوځ سره دى ، اؤ پوځي مشر جنرال اشفاق پرويز کياني له مخې په ډاگه کړې چې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه دهغوي خپل جنگ دى اؤ خلکو ته به اوس ددې کشمکش څخه راوتل وي ، چې دا دپاکستان جگړه ده که پردۍ؟
دغسې څيړونکي وائي ځکه نو پوځ به دسياسي قيادت دبدلون سره دترهه گرۍ په ضد خپله زړه تگلاره بدله نۀ کړي.