دعامو انتخاباتو په مهال خيبرپښتونخوا کې دزياتو چوکو گټونکي سياسي گوند تحريک انصاف سره تعلق لرونکى اسد قيصر دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دسپيکر اؤ امتياز شاهد دډپټي سپيکردعهدې لپاره پرته له مقابلې غوره کړل شوي دي.
دزيارت په ورځ دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ شوې غونډه کې پخواني سپيکر کرامت الله چغرمټي دنوي منتخب سپيکر اسد قيصر څخه سوگند واخستو.
داسمبلۍ دسپيکر دمنتخب کيدو وروستو اسد قيصر دټولو غړو سره گام په گام دتللو اراده څرگنده کړه.
دسپيکر دمنتخب کيدو وروستو دمرستيال سپيکر دغوره کولو پړاؤ سرته ورسيدو اؤ دتحريک انصاف امتياز شاهد ددغه چوکۍ لپاره منتخب کړى شو.
دخيبرپښتونخوا اسمبلي به دجمعې په ورځ د وزيراعلي ټاکنه کوي چې ددغه چوکۍ لپاره دتحريک انصاف له لوري پرويز خټک نومول شوى اؤ پرويز خټک دخيبرپښتونخوا دوزيراعلي دمنصب لپاره دټاکنې کاغذونه جمع کړي دي.
دشورو په ورځ د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه شوې وه چې پکې د124ؤ څخه 123ؤ نوؤ منتخب شوؤ داسمبلۍ غړو سوگند اخستى ؤ.
بلخوا سندهـ اسمبلۍ دپاکستان پيپلز پارټۍ يو مشر اغا سراج دراني داسمبلۍ سپيکر اؤ شهلا رضا مرستياله سپيکره ټاکلې ده.
دزيارت په ورځ داسمبلۍ دغونډې په مهال دنوي غوره کړل شوي سپيکر اغا سراج دراني څخه پخواني سپيکر نثار کهوړو سوگند واخستو.
اغا سراج دراني ته په دغه مهال 87 ووټونه ترلاسه شوي اؤ دهغه مخالفو اميدوارانو دمتحده قومي موومنټ خواجه اظهارالحسن ته 48 اؤ دمسلم ليگ (ن) عرفان الله مروت ته 18 رايې ترلاسه شوې.
همدغه راز دبلوچستان اسمبلۍ غونډه هم دجون په لمړۍ نيټه راغوښتل شوې ده ، چې پکې به دبلوچستان اسمبلۍ نوي منتخب شوي غړي سوگند اخلي.
که هر څو دبلوچستان اسمبلۍ غونډه دجون په لمړۍ نيټه راغوښتل شوې ، خو تر دې مهاله نۀ خو دبلوچستان دوزيراعلي اؤ نۀ هم دسپيکر اؤ ډپټي سپيکر نومونه مخې ته راغلي دي.