د تښتول شوؤ عسکرو راخوشې کولو لپاره قبائيلي مشرانو سره دليدنې پريکړه

دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين هم ددې خبرې پخلى کړى چې دطالبانو لخوا دليويز22 عسکر تښتول شوي دي

پاکستاني چارواکو وئيلي دي چې تيره ورځ سحر وختي دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور سره نزدې وسله والو جنگيالو په دوؤ پوستو بريد کړى چې پکې دوه عسکر وژل شوي او 23 يې ژوندي تښتولي دي.
دجمعې په ورځ يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ( اى پي اى) نويد اکبر خان وئيلي دي چې ددغو عسکرو په راخوشې کولو کې دمدد لپاره دقبائيلي مشرانو سره دليدنې منصوبه بندي شوې ده.
ددغو عسکرو دراخوشې کولو لپاره امنيتي ځواکونو يوه کارروائي هم پيل کړې ده.
نويد اکبر وائي چې مونږ دمونږ دايف ار پيښور په حسن خيل او جناکور سيمو کې دليويز خواؤشا 30 عسکر په دوؤ پوستو تعينات کړي وؤاو دطالبانو دبريد وروستو په هغوي کې 22 ورک دي.
دزيارت په ورځ په دره ادم خيل کې يو طالب وياند محمد افريدي دبريد مسؤليت په غاړه اخستى ؤ او ادعا يې کړې وه چې هغوي 8 عسکر وژلي او 23 يې تښتولي دي.
دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين هم ددې خبرې پخلى کړى چې دطالبانو لخوا دليويز22 عسکر تښتول شوي دي، خو هغه وائي چې په کومه سيمه دغه پيښه رامينځته شوې هغه قبائيلي سيمه ده او صوبائي حکومت به دتښتول شوؤ عسکرو په راخوشې کولو کې دقبائيلي انتظاميې سره مدد کوي.
داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې وروستو ددغو تښتول شوؤ عسکرو څخه د10ؤ کسانو مړي ترلاسه شوي خو ددغو اطلاعاتو نۀ خو حکومت او نۀ هم مخالف لوري پخلى کړى دى.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان هم ددغه پيښې ذمه واري په غاړه اخستې.
دحکومتي سرچينو ترمخه د400ؤ څخه زياتووسله والو طالبانو دنيمې قبائيلي سيمې دره ادرم خيل سره نزدې په دوؤ پوستو بريد کړى.