دجمعې په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې د سرښار پيښور په پجگۍ روډ د تبليغي مرکز ترڅنگ دافغانستان په يو مهم مذهبي شخصيت ترسره شوې ځان وژونکې حمله کې د بريد کوونکي په گډون څلور کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دپيښور د پوليسو له مخې دغه چاودنه د جماعت الدعوه دسيوري لاندې دچليدونکې ديني مدرسې په مشر حاجي حيات الله شوې ده خو پخپله حيات الله ددغه بريد څخه روغ وتلى دى .
دپوليسو سرچينو وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته ويلي دي کله چې دغه ځانمرگي حمله کيده هغه مهال حيات الله پخپل گاډي کې نۀ ؤ خو په دغه چاودنه کې دهغۀ ډرائيور،محافظ اؤ يوتن بل مړۀ شوي دي.
دبمونو شنډوونکو پوليسو مشر شفقت ملک صحافيانو ته وئيلي دي دغه چاودنه په يو سوزوکي پک اپ کې شوې ده اؤ د پيښې د ځائ څخه د بريدکوونکي د بدن ټوټې ترلاسه شوي دي.
هغه زياته کړې ده په دغه ځان وژونکې چاودنه کې د پينځوؤ څخه تر شپږ کلو پورې بارود کارول شوي دي.
چاودنه دومره زورداره وه چې له امله يې مدرسې اؤ خواوشا ودانو ته هم زيان رسيدلى دى.
دپيښې څخه وروستو پوليس سيمه پخپله گيره کې اخستې اؤ پلټنې يې پيل کړي دي
تردې مهاله ددغه ځان مرگي بريد پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې .
حاجي حيات الله دافغانستان يو مهم مذهبي شخصيت گڼل کيږي اؤ په افغانستان کې د شوروي د جگړې په مهال د هغه کورنۍ د روسي عسکرو په ضد مبارزه کې مهم رول لوبولى ؤ.