پوليس وائي دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دمليشه ځواکونو په يو مشر ترسره شوي ځانمرگي بريد کې ددوؤ ښځو پشمول لږ ترلږه10 کسان وژل شوي اؤ خواؤشا 31 نور ژوبل شوي دي.
دسيمه ييزو پوليسو ترمخه دغه بريد دجمعې په سحر دپيښور دصدر په فخرعالم روډ ترسره شوى دى.
ايس کنټونمنټ محمد فيصل وائي وژل شوؤ کې دوه ښځې هم شاملې دي اؤ زياته کړې يې ده چې دغه يو ځانمرگي بريد اؤ ځانمرگى تن په يو موټر سائيکل راغلى ؤ.
دهغه وينا وه چاؤدنه کې داتوؤ څخه تر لسو کلو گرامو بارود استعمال شوي دي.
دپيښوردپوليسو ايس پي خالد محمود همداني ددغه پيښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دي چې ځانمرگى پيدل ؤ اؤ هغه دفرنټئير کانسټيبلري ځواکونو د کمانډنټ عبدالمجيد مروت کاروان په نخښه کړى دى.
دپوليسو مشر وويل کوم وخت چې چاؤدنه وشوه نو دعبدالمجيد مروت گاډى وړاندې تللى ؤ چې دغه شان هغه ددغه بريد څخه ژوند وتلى.
په دغه بريد کې 10 اولسي وگړي وژل شوي اؤ دفرنټئير کانسټيبلري دڅلورو عسکرو پشمول 14 کسان نور ژوبل شوي دي.
دچاؤدنې څخه وروستو سيمې ته امدادي ډلې اؤ په گڼ شمير کې پوليس چارواکي ورسيدل اؤ ژوبل کسان دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي دي.
دکمبائنډ ملټري هسپتال چارواکو پخلى کړى چې روغتون ته دڅلورو کسانو مړي وروړل شوي اؤ چاؤدنه کې دژوبل شوؤ 17ؤ کسانو علاج روان دى.
په وژل شوؤ کې دپوځ يو عسکر، دايف سي يو عسکر اؤ دوه اولسي وګړي شامل دي.
ديو نامعلوم مقام څخه ميډيا سره ټيليفوني خبرو کې دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان ددغه بريدذمه واري قبوله کړې اؤ وئيلي يې دي چې دطالبانو اؤ قبائيلو په ضد پرله پسې دکارروائيو له امله يې ايف سي په نخښه کړې ده.